1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې افغانې نجلۍ په ایران کې خپل خوب په حقیقت بدل کړ

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

تهران میشتې افغانې کډوالې فاطمه جعفري، تل غوښتل چې په ایران کې خپل کافي شاپ ولري. د دغې ۲۱ کلنې نجلۍ خوب اوس په حقیقت بدل شوی. هغه غواړي له دې سره د ایرانیانو او افغانانو تر منځ توپیر له منځه یوسي.

Iran | Coffe Shop für afghanische Geflüchtete
انځور: AP/E. Noroozi

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په ایران کې تر درې میلیونو ډیر افغان مهاجر چې دوه میلیونه یې په غیر قانوني توګه دې هیواد ته داخل شوي دي، ژوند کوي. آن په قانوني توګه ایران میشته افغان مهاجر په دې هیواد کې د کار موندلو په برخه ستونزې لري او له کبله یې سختو ورځنیو کارونو ته مخه کوي.

خو جعفري هیله لري چې د «تلما کافي» په نوم کافي خانه به یې د ایرانیانو او افغانانو تر منځ یو پل جوړ کړي ځکه په دې هیواد کې ډیر میشت افغانان له تعصب سره مخامخ دي.

جعفري د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل: «ډیر کسان فکر کوي چې افغانان په ایراني لهجه فارسي خبري نه شي کولی او بې سواده دي.»

هغې زیاته کړه: «خو کله چې هغوی دلته راشي، نو پخپله داسې افغانان ویني چې د پوهنتون محصلین وي او زموږ د فرهنګ او لهجې په اړه ښه معلومات ترلاسه کوي. دا هر څه د هغوی له پاره په زړه پورې وي. په دې ځای کې زموږ په اړه د هغوی ناسم برداشتونه له منځه ځي او په ځینو مواردو کې آن ایرانیان او افغانان سره ملګري کیږي.»

افغانانو په ۱۹۷۸ کال کې پر افغانستان تر کمونیستي کودتا وروسته، ایران ته مخه کړه. له هغه وخت راهیسې افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل دی نو له دې کبله هم په ایران کې د میشتو افغان مهاجرو شمیر میلیونو ته رسیدلی دی.

حامد آذر، ۲۵ کلن افغان مهاجر او فاطمه جعفری شریک خپلو مشتریانو ته د قهوې جوړولو پر مهال.انځور: AP/E. Noroozi

که څه هم له تیر کال راهیسې، کله چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د پریکړې له مخې پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه سخت شول، یو شمیر افغان مهاجر خپل هیواد ته ستانه شوي دي، خو اوس هم د جعفري په څیر ډیر شمیر افغانان د افغانستان په دې ګاونډي هیواد کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي.

جعفري د آزاد پوهنتون د حقوقو د څانګې محصله ده، له خپل یوه بل افغان مهاجر ملګري حمید آذر، سره یوځای یې دغه کافي شاپ د تهران په فردوسي سیمه کې پرانیست. هغوی له حکومت څخه د جواز د ترلاسه کولو له پاره ډیر زیات کار وکړ. دا کار ځکه سخت وو چې د ایران د کار وزارت افغانانو ته د کافي شاپونو د پرانیستلو اجازه نه ورکوي.

دواړو مهاجرو له خپلو والدینو څخه د کاروبار د پیلولو له پاره پیسې ترلاسه کړي ځکه چې ایراني بانکونه بهرنیانو ته د تجارت له پاره قرضې نه ورکوي. دواړو د خپل دوکان له پاره میزونه او څوکۍ په خپله جوړې کړي او د دوکان رنګ یې هم په خپله وکړ.

جعفري وویل: «موږ له ځان سره وویل، چې یا خو به کامیابه شو او یا هم ناکامه. خو باید په هر صورت کې زیار وباسو.»

جعفري په خپل کافي شاپ کې د پیرکیو په څیر ځیني افغاني اصیل خواړه هم پلوري. په ایران کې د کافي شاپونو کاروبار ښه وي ځکه د دې هیواد ډیر اوسیدونکي، په ځانګړې توګه ځوانان او زده کوونکي، دې ځایونو ته ورځي.

داسې ښکاري چې جعفري خوش چانسه ده. د هغې د کافي شاپ یوه مشتري چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه، وویل چې غوښتل یې په تهران کې یوه سلماني پرانیزي خو د حکومت له خوا ورته اجازه ور نه کړل شوه. هغه وویل: «زه له روغتیایي آزموینې تیر شوی یم او لازم واکسینونونه مې هم کړي دي خو بیا هم د خپل دوکان له پاره د روغتیا له وزارت څخه جواز نه شم ترلاسه کولی.»

خو پر دې هر څه سربیره په وروستیو وختونو کې په ایران کې د افغانانو له پاره ځینې شرایط ښه شوي دي. حکومت اوس دغو مهاجرو ته له روغتیایي خدمتونو د استفادې او زده کړو اجازه ورکوي. پر دې سربیره د ایران د تابعیت د نوي قانون له مخې د ایراني ښځو او افغان نارینه و ماشومان کولی شي چې د دې هیواد تابعیت هم ترلاسه کړي.

ms/nz (ap)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل