1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې ځوانې جوړې خپل د واده د مراسمو مصارف پر بی وزلو ویشلي

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

په کابل کې یوې ځوانې جوړې خپل د واده د مراسمو لګښت اړینو کسانو ته اختصاص کړي دي. هغوی له خپل دې اقدام سره د کرونا بحران په اوسنیو شرایطو کې د واده له لوړو مصارفو څخه صرف نظر کړی او پيسې يې پر بی وزلو ویشلي دي.

Afghanistan Brautpaar spendet Hochzeitsbudget an Hilfsorgnisationen
انځور: Reyhaneh Divan

مهدي دیوان او خاطرې اکبري د پنجشنبې په ورځ ګډ ژوند پيل کړ. دوی ادعا کوي هغه پيسې چې ټاکل شوې وه خپل د واده په مراسمو کې یې ولګوي، بی وزلو او فقیرانو ته ورکوي.

ناوې او زوم دواړه محصلین دي او ډیر عاید هم نه لري. له همدې امله یي تصمیم نیولی وو چې د خپل واده مراسم به په کور کې او د کورنۍ د غړو ترمنځ د کوچنیو مراسمو په ترڅ کې ترسره کوي او هغه څه چې لري هغه به په بی وزله کسانو وویشي.

مهدي واي چې ده او میرمنې یي خاطره نه غوښتل دا خبره رسنیو ته ورسیږي، خو د هغه متن په وسیله چې د خپلو دوستانو د خبرولو له پاره یي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو د فیسبوک د یو شمیر کارونکو او رسنیو پام يي ځاته را واړوه.

دغه نوې جوړه وایي په اوسنیو شرایطو کې چې د کرونا ویروس په ټوله نړۍ او افغانستان کې خپور شوی دی پریکړه یي وکړه چې له ډير لګښت او لویو مراسمو جوړولو څخه ډډه کوي.

مهدي دیوان دویچه ویله ته وویل: «د خپل توان په اندازه مو چې لرل ما او خاطرې تصمیم ونیوه چې په کمو مصارفو واده وکړو او خپل د واده د مراسمو پيسې پر بې وزلو او فقیرو کورنیو باندي تقسیم کړو».

مهدي وايي چې دا پریکړه یې له ډیرو مخالفتونو سره هم مل وه. دیوان زیاتوي: «مونږ ژمن وو چې د هغو کسانو په مقابل کې خپل مسئولیت ادا کړو چې د قرنطين په شپو ورځو کې د خوراک له پاره ډوډۍ نه لري».

معمولا په افغانستان، په تيره ښارونو کې د دودنو مراسم په هوټلونو کې نیول کيږي چې کراه او د ډوډۍ مصرف يې اوچت ويانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

دوی وایي په پام کې لري چې د ۴۰ اړینو او بی وزله کورنیو له پاره د شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغانیو اوړه واخلي او دا بهیر یې پيل کړی دی.

خاطره اکبري په دې هکله وایي: «مونږ خوشحاله یو چې حد اقل د څو اړینو کورنیو لاسنیوی مو وکړ او پخپله مو هم ګډ ژوند پيل کړ».

دغه ځوانه جوړه له ټولو هغو کسانو چې مالي توان لري غواړي په داسې بحراني شرایطو کې له اړينو کسانو سره مرسته وکړي.

په عین وخت کې یوې بلې جوړې هم د خپل واده د مراسمو مصارف په کابل کې د سړک د غاړي پلورونکو(دست فروشانو) ته تحفه کړی دی.

د کرونا ویروس خپریدو په افغانستان کې د خلکو پر اقتصاد ډیره ناوړه اخیزه کړې ده. د دې ویروس د خپریدو د مخنيوي له پاره د وقایوي اقداماتو په عملي کیدو سره د هغو له جملې څخه د مکاتبو او دولتي ادارو رخصتیدل، د خلکو قرنطين او د ورځني کار او فعالیت دریدل د دې سبب شوی دی چې شاوخوا ۵۰۰ زره کورنۍ په افغانستان کې د خپلو اولیه ضرورتونو د پوره کولو توان هم نه لري.

شکیلا ابراهیم‌خیل/ش.ن/ق.ن

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل