یوې ۶۷ کلنې چینایي ښځې ماشوم زیږولی دی
۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه
د چين په ختیځ زاوژوانګ ښار کې ۶۷ کلنه تیان او میړه یي هووانګ، په دغه هیواد کې تر ټولو د پاخه عمر مور پلار دي چې ماشوم زیږوي. د دغې نوې زیږدلې ماشومې ۶۸ کلن پلار د (guancha.cn)خبري انټرنټ پاڼې ته ویلي دي: «دا ماشومه مونږ دواړو ته د الهي تحفه ده.»
د «ګلوبل ټایمز» چینایي ورځپاڼې په حواله مور او پلار یي پر دې نجلۍ تیانچي نوم ایښی دی چې په چینایي ژبه کې د الهي تحفې معنی ورکوي.
د یادې ورځپاڼې په حواله د دې ماشومې مور مخکې تر دې دوه ماشومان زیږولي وو چې دویم ماشوم یي په ۱۹۷۷م کال کې په چین کې د یو ماشوم زیږونې قانون تر وضع کیدو مخکې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.
خو په ټولنیزو شبکو کې د دې ماشوم پر زیږونې سختې نیوکې شوي دي. یو شمیر کارونکو د دغې ماشومې مور او پلار په خودخواهي تورن کړي دي او ویلي یي دي چې دوی به ونه توانیږي په دې عمر کې په سمه توګه د دغې ماشومې روزنه او پالنه وکړي.
یو شمیر نورو بیا ویلي دي چې د عمر د زیاتوالي له امله به د دغې ماشومې د روزنې او پالنې فشار د دې جوړې د مشرانو اولادونو پر غاړه واچول شي.
ځینو بیا دا پوښتنه مطرح کړې ده چې آیا دغه مور او پلار به له هغه قانون څخه د سرغړونې په تور چې یوازې د دوو ماشومانو درلودلو ته اجازه ورکوي، تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي؟
د اکنومیکس انټلیجنټ په نامه د یوه مشورتي شرکت د څیړنو له مخې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ په چین کې د هغو پاخه عمر لرونکو ښځو شمیر چې ماشومان یي زیږولي دي له ۲۴،۳ سلنې څخه ۲۶،۹ سلنې ته لوړ شوی دی.
خو په چین کې د یوه ماشوم درلودلو قانون تر لغوه او دوو ماشومانو درلودلو ته د اجازې سربیره په دغه هیواد کې د ماشوم زیږولو کچه چندان نه ده لوړه شوې. دا په داسې حال کې ده چې له دې امکان څخه په استفادې، تر ټولو ډیر د پاخه عمر درلودونکي کسان د دویم ماشوم زیږولو پریکړه کوي.
د څیړنو له مخې ۵۱ سلنه ماشومان چې په ۲۰۱۷م کال کې په چين کې زیږیدلي دي، د خپلو مېندو او پلرونو دویم اولادونه دي. دا شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۴۰ سلنې ته رسیدلی وو.
sn/ms (afp)