1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو آلماني ۱۲۰ ورځې تر اوبو لاندې د ژوند کولو ريکارډ ثبت کړ

۱۴۰۳ بهمن ۶, شنبه

د آلمان یوه فضايي انجینیر تر ټوله اوږده موده تر اوبو لاندې د ژوند کولو ريکارډ په خپل نامه کړی. هغه ۱۲۰ ورځې په یوه لامبو وهونکي کپسول کې د فشار له کمښت پرته د پاناما په سواحلو کې تر اوبو لاندې ژوند وکړ.

آرشف
د آلمان یوه فضايي انجینیر تر ټوله اوږده موده تر اوبو لاندې د ژوند کولو ريکارډ په خپل نامه کړیانځور: Arnulfo Franco/AP/picture alliance

دغه آلمانی روديګر کوخ نومیږي او ۵۹ کاله عمر لري. هغه د نړېوالو ريکارډونو ګينس د مشرې، سوزانا، په حضور کې له خپلې د اوبو لاندې ۳۰ متر مربعي کوټې څخه راووت. هغه د جمعې په ورځ د خپل ریکارډ جشن ولمانځه.

د ګينس نړېوالو ريکارډونو داورې ومنله چې کوخ یو ریکارډ مات کړی. تر دې مخکې امریکايي جوزف دیتوري د امریکا متحده ایالاتو په فلوريدا کې ۱۰۰ ورځې تر اوبو لاندې یوه هستوګنځي کې تېرې کړې وې.

۵۹ کلن آلمانی روديګر کوخ په خپل کپسول کېانځور: Martin Bernetti/AFP

روديګر کوخ له کپسوله تر راوتلو وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا یوه عالي تجربه وه چې پای ته ورسېده.

په واقعیت کې د پښیمانۍ یو حس موجود دی. ما په دغه ځای کې له اوسېدو ډېر خوند واخیست.» د کوخ د اوسېدو کپسول د اوبو له سطحې ۱۱متره ښکته وو.

نوموړي د هغه څه په هکله چې لیدلي یې ول، وویل: «ډېر ښکلی وی چې کله هر څه چوپ شي، هوا تیاره شي او سیند وړانګې کوي.»

۵۹ کلن رودیګر کوخ په خپل کپسول کې انترنیت او نورې آسانتیاوې درولودېانځور: Martin Bernetti/AFP

کوخ وویل: «د هغه څه چې تېر شول توصیف کول ناممکن دی، تاسو باید په خپله هغه تجربه کړې.»

په کوم کپسول کې چې کوخ ۱۲۰ ورځې تېرې کړې تر ډېره د عصري ژوند پر خصوصیاتو یا وسایلو سمبال وو چې له هغې جملې د خوب له پاره چپرکټ، تشناب، تلویزیون، کمپيوټر، انترنیت او حتی یو ورزشي بایسکل هم درلود.

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل