1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

المانی شرکت غواړي د کرونا ۱۰۰ ملیونه دوزه واکسین تولید کړي

۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبه

د دواجوړولو المانی شرکت «کیورواک» غواړي د ۲۰۲۰ م کال تر پایه پوري ۱۰۰ ملیونه دوزه واکسین تولید کړي. د جرمني دولت د دغه شرکت سره په ملیونو یورو مرسته کوي.

Logo des Pharmaunternehmen CureVac
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/S. Kanz

د جرمني د توبینګن په ښار کي د دواجوړولو المانی شرکت «کیورواک» د کرونا واکسین جوړولو په خاطر د حکومت څخه ۲۵۲ ملیونه یورو په لاس راوړي. د دغه شرکت یوه ویاند ویلي دي چي حکومت دغه پیسې د تحقیقاتو وزارت د یوه خاص پروګرام څخه د هغوی په اختیار کي ورکوي. د دې په مقابل کي حکومت د شرکت د تولیداتو یوه برخه په لاس راوړي.

دغه شرکت د کرونا واکسین جوړولو په لومړنۍ مرحله کي قرار لري، چي په اوس وخت کي پر جوړو يا روغو اشخاصو باندي تجربه کیږي. د «هندلس بلت» المانۍ اقتصادي مجلې په حواله د دغه شرکت رئیس، دیتمار هوپ ویلي چي هغه د خپل شرکت د واکسینو څخه د استفادې پر اجازې باندي د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال تر پسرلي یا دوبي پوري حساب کوي. خو سره له دې یې شرکت غواړي د همدې کال تر پایه پوري ۱۰۰ ملیونه د کروناو واکسین دوزونه تولید کړي.

سیالان مخته دي

خو د «کیورواک» شرکت به د واکسین جوړولو د تولید اصلي ګټونکی نه سي. دیتمار هوف دا مني، چي دوه اصلي رقیبان، یعني امریکايي شرکت «مودرنا» او بل المانی شرکت «بیوتیک» په تحقیقاتو کي تر دوی مخته دي.

روسیې تر دې دمخه په اګست میاشت کي لا د «سپوتنیک ۵» په نامه واکسین ته اجازه ورکړې وه. ویل کیږي، چي روسیې مخکي تر دې چي دغه واکسین یې د تجربې وروستۍ مرحلې ته ورسیږي او پر زرهاوو کسانو باندي بریالی تجربه سي، هغه بازار ته راایستلی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب