1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو عراقی او د هغه آلمانۍ ښځه په آلمان کې محاکمه کيږي

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د داعش عراقی غړی، طاها الف. او د هغه آلمانۍ ميرمن جنيفر و. د آلمان په ېوې محکمه کې د يوې ايزدي نجلې د وژنې په تور محاکمه کيږي. طاها الف. چې ځان يې يونان ته رسولی وو او په آتن کې اوسېده، آلمان ته اخراج شوی دی.

Deutschland München | Prozess Jennifer W., IS-Rückkehrerin
انځور: Getty Images/S. Widmann

طاها الف. په اکتوبر مياشت کې په يوه الوتکه کې له يونان څخه د آلمان فرانکفورت ښار ته مسترد شو. دغه عراقي او د داعش تروريستي ډلې غړي، هغه مهال چې د فلوجه ښار د داعش په لاس کې وو، يوه ايزدي مور او د هغې لور د غلامۍ له پاره اخیستي وې. پر هغه باندې تور دی چې دغه پنځه کلنه ايزدي نجلۍ يې د خپلې ميرمنې جنيفر و. په مرسته په ډيره بې رحمۍ وژلې ده.

د آلمان سترې محکمې طاها الف. د انسانانو په قاچاق، نسل وژنې او پر بشري او جنګي جنايتونو تورن کړی دی. دا تورونه په هغو هيوادونو کې تعقيبيدای شي کوم چې د جزا نړيوال قانون اجرا ته ژمن دي.

آلمان له ۲۰۰۲م کال راهیسي د جزا نړيوال قانون اجرا پيل کړې او د دغه هيواد قضايي سيستم کولای شي هغه جرمونه چې دغه قانون پورې تړاو ولري تعقيب کړي. حتی که دغه جرمونه په آلمان کې هم نه وي ترسره شوي او مجرمان او قربانيان هم آلمانان نه وي.

طاها الف. تورن دی چې هغه د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې کله چې په فلوجه کې د تودوښې درجه په سيورې کې ۴۵ سانتي ګراده وي، ايزدي نجلۍ د ويرولو په موخه په انګړ کې په ځنځيرونو تړلې وه. دغې نجلۍ له ډيرې تندې او ضعف له امله د خپلې مور په مخ کې ساه ورکړې ده.

د طاها الف. پر ميرمنې جنيفر و. باندې تور دی چې هغې د دغه جنايت ننداره کوله او له خپل خاوند سره يې مخالفت نه دی ښکاره کړی.جنيفر و. د ۲۰۱۶م کال په لومړيو کې په داسې حال کې چې حامله وه له عراق څخه آلمان ته راغله.

طاها الف. د ۲۰۱۸م کال په منځ کې غوښتل له خپلې کوچنۍ لور سره بيرته د داعش تر کنترول لاندې سيمو ته وګرځي، چې د آلمان يوه امنيتي چارواکي له خوا ونيول شوه. هغه خپل ځان د داعش ډلې د غړو د «ورونو» څخه معرفي کړی وو او ژمنه يې کړې وه چې جنيفر په خپل موټر کې ترکيې ته رسوي.

جنيفر و. د هغه په موټر کې چې له سټلايت سره تړلی او د ثبت پر دستګاه مجهز وو، په فلوجه کې د خپل ژوند او د ايزدي نجلې د وژلو په تړاو خبرې کړي دي. هغه چې د ايزدي نجلۍ د قتل په قضيه کې پر لاس لرلو تورنه ده، په آلمان کې ونيول شوه.

د هغې نيول وروسته له هغې په نړيواله کچه رسنيو کې ياد شو، کله چې يوې ايزدي خيريه ټولنې د وژل شوې ايزدي نجلۍ مور پیدا او هغه يې آلمان ته راوستله او بيا يې د نامتو بریتانوي وکيلې، امل کلوني چې د مشهور هنرمند جارج کلوني میرمن ده، له خوا يې ضمانت وشو.

د جنيفر قضيې ته د رسیدګۍ محکمه د ۲۰۱۹م کال په پسرلي د آلمان په مونشن ښار کې پیل شوه. دغه قضيه د رسنيو له خوا په ټوله نړۍ کې تعقيب شوه. خو د هغې قضيه ډيره پيچلې ده. جنيفر و. د محکمې له پيله تر اوسه څه نه وايي او حاضره نه ده چې محکمې سره همکاري وکړي.

هاخوا يوناني چارواکو ويلي دي چې طاها الف. په داعش کې دومره مهم رول نه درلود او د هغه نوم د دغې تروريستي ډلې د غړو په نوملړ کې ثبت شوی نه دی.

خو د دويچه ويله عربي څانګې کارکونکو موندلې ده چې طاها الف. په فلوجه ښار کې د يوې لوېې قبيلې غړی دی. دغه ښار د ۲۰۱۴م نه تر ۲۰۱۶م کال پورې د داعش په کنترول کې وو.

په ۲۰۱۶م کال کې کله چې د عراق لومړي وزير د دغه ښار د نيولو خبر ورکړ، جنيفر و. آلمان ته راغله. اوس په پام کې ده چې طاها الف. په آلمان کې محکمه شي. د هغه وکيل دويچه ويله ته ويلي دی چې طاها الف يوازې په عربي خبري کولای شي او يو څه هم په ترکي پوهيږي.

د وژل شوې نجلۍ مور چې ليک لوست نه شي کولای يوازې په کردي لهجه خبري کوي چې په محکمه کې د ايزدي ژباړونکي له پاره د هغې ژباړه هم اسانه کار نه دی. دغه مور چې درنه روانې ناروغي هم لري، د خپل ژوندانه تيرې دردونکې کيسې يې په ښه توګه ياد کې نه دي پاتې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب