1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو وار بیا اروپا ته غیر قانوني مهاجرت ډیر شوی دی

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

د کرونا ویروس د وبا په دلیل د اروپا پر مسیر د مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کمښت تر رامنځته کیدو وروسته، دغه شمیر یو وار بیا لوړ شوی دی. د یونان او ترکیي په مسیر کې د نورو هیوادونو په پرتله د افغان مهاجرو شمیر لوړ دی.

Türkei Edirne Flüchtlinge auf dem Weg zur Grenze mit Griechenland
انځور: DHA/A. C. Zeray

د «فونکه» رسینیزې ډلې د فرانټکس یا د اروپایي اتحادیي د بهرنیو سرحدونو د حفاظت آژانس په حواله لیکلي دي چې د می په میاشت کې اروپا ته د مهاجرت په اصلي مسیر کې له سرحدونو څخه د غیر قانوني عبور نږدې ۴۳۰۰ موارد ثبت شوي دي چې دا رقم تر دې د یوه میاشت مخکې په پرتله درې برابره زیات دی.

د اپریل په میاشت کې د کرونا وبا په دلیل د غیرقانوني مهاجرو شمیر تر ټولو ټیټې کچې ته ورسید. د فرانټکس د رپوټ پر بنسټ له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې په مجموع کې د اروپا له سرحدونو څخه د غیر قانوني تیریدنې یا عبور ۳۱۶۰۰ موارد ثبت شوي دي. دا د تیر کال د همدې زماني مقطعې يا مودې په پرتله ۶ سلنه کمښت ښکاره کوي.

د مدیترانې سمندر ختیځ مسیر یعنې ترکیه او یونان یو وار بیا د اروپا پر لور د مهاجرت تر ټولو فعاله لاره وه. د فرانټکس د رپوټ پر بنسټ له دې لارې په می میاشت کې له سرحدونو څخه د غیر قانوني تیریدو ۱۲۵۰ موارد ثبت شوي دي.

په دې مسیر له جنورۍ څخه تر می میاشت پورې ۲۱۷۰۰ موارد ثبت شوي دی. دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه کمښت ښکاره کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو پناه غوښتونکو اکثريت افغانان تشکيلوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:  

 

د مرکزي مدیترانې له مسیر یعنې د لیبیبا او تونس له لارې ایټالیا او مالتا ته له سرحدونو څخه د غیرقانوني تیریدنې شاوخوا ۱۰۰۰ موارد ثبت شوي دي چې دا د اپریل میاشتې په پرتله د ۴۰ سلنې زیاتوالی ښکاره کوي.

فرانټکس له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې ۵۵۰۰ موارده ثبت کړي دي چې دا د تیر ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په نسبت نږدې ۳ برابره زیات دی. په دغو مواردو کې تر ټولو ډیر مهاجر د بنګله دیش، سوډان او عاج ساحل د هیوادونو پناه غوښتونکي دي.

د دغو رپوټونو په اساس د مدیترانې د لویدیځ مسیر یعنې له مراکش څخه د هسپانیي پر لور د می په میاشت کې تر ۶۵۰ ډیر مهاجر راغلي دي چې دا رقم د اپریل میاشتې په پرتله درې برابره زیات دی.

د روان کال په لومړيو پنځو میاشتو کې ۳۷۰۰ مهاجر ثبت شوي دي چې دا د تیر کال د همدې زماني مقطعې له نیمایي څخه هم کم وو، چې نږدې نیمایي یي الجزایري مهاجر ول.

د می په میاشت کې د بالکان د لویدیځ مسیر له لارې له سرحدونو څخه د غیرقانوني تیریدنې تر ۹۰۰ ډیر موارد ثبت شوي دي، چې دا رقم د اپریل میاشتې په پرتله لس برابره زیات دی.

له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې تر ۶۹۰۰ ډیر موارد ثبت شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په مقایسه ۵۰ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب