د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د راپور په حواله د ۳۷ کلن سړي پر ضد د سزا لومړۍ فيصله د هغه وروسته واورول سوه، چي په کنساس کي د ژيورۍ يوې ډلې تورن کس تېره مياشت مجرم وبلی.
د ورځپاڼي د راپور له مخي تورن کس د ۲۰۱۴ کال په سپتامبر مياشته کي سهار وختي د ۱۰۰ کلنې يوې مېرمني کور ته د غل په توګه ورننوت. دغه مېرمنه په کور کي يوازي اوسېدله او دا چي له کمزورۍ پر پښو سمه نه سوای تللای نو يې د تګ له پاره څلور پښې لرونکي امسا ته اړتیا لرله. غل پر دغې مېرمني جنسي تېری وکړ او دغه مېرمنه د پيښي وروسته د خپلو ګاونډيانو کور ته د مرستي په تلاښ ولاړه.
په روغتون کي طبي مرستندويانو له دغي ښځي سره د خبرو په جريان کي واورېدل چي غل دغه ښځه پوري وهلې او ټکولې ده. دغه زړه مېرمنه د يوې نرسې په وينا ډېره وارخطا وه. وروسته طبي معاينې وښودله چي دغه زړه ښځه د جنسي تېري قرباني سوې او سخته ژوبله سوې وه. غل چي په تېښته کي بريالی سوی ؤ، د DNA يا د ژنيتيکي کوډ د ازموينې په ترڅ کي ونيول سو.
د جنسي تېري قرباني ښځه د دغې پيښي څخه يوه مياشت وروسته مړه سوه. د طبي معاينو له مخي دغه مېرمنه د غل د تېري او بريدونو له کبله د رامنځ ته سوو زخمونو له کبله مړه سوې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.11.2014):
انځورونه: په فرگوسن کې تاوتریخوالی
په امریکا متحده ایالاتو کې د قضایي هیئت تر دې پریکړې وروسته چې سپین پوستی پولیس دارین ویلسن د تورپوستي ځوانکي مایکل براون په ډزو د وژلو له امله نه محاکمه کیږي، د تاوتریخوالي او اخ او ډب پیښې رامنځ ته شوي دي.
انځور: Reuters/Jim Youngد متحده ایالاتو په وړوکي ښارگوټي فرگسون کې احتجاج کوونکو د پولیسو موټر پر بوتلونو او خښتو ویشتلي دي. ډیر شمیر موټرې سوځول شوي هم دي.
انځور: Reuters/Jim Youngپه خپله د فرگوسن په ښارگوټي او هغې ته څیرمه د سنت لویس په ښار کې ډیر شمیر ودانۍ سوځیدلي دي.
انځور: Reuters/Jim Youngد ورکړل شوو رپوټونو له مخې یو شمیر دوکانونه او ریستورانونه چور شوي دي او ځینو ته یې بیا اور ورته کړل شوی دی.
انځور: Reuters/Adrees Latifپه دغه انځور کې یو نقاب لرونکی کس په لاس کې یو پلاکات لري چې په کې د مایکل برون له پاره د عدالت غوښتنه شوې ده. د دغه کس تر شا د اور لمبې ښکاري.
انځور: Reuters/Adrees Latifپه ډیری سیمو کې احتجاج کوونکو د آخ او ډب او د پلورنځایونو د لوټلو د مخنیوي هڅه کوله.
انځور: Reuters/Adrees Latifدوه ماسک لرونکي کسان پر دیوال باندې شعار لیکي. هغوی په دغه شعار کې لیکي چې بې له عدالته سوله نه رامنځ ته کیږي.
انځور: Reuters/S. Lamد امریکا متحده ایالاتو په ډیری شمیر ښارونو کې قهریدلي احتجاج کوونکي د قضایي هیئت د پریکړې پر ضد سړکونو ته رواتلل. لکه په دغه انځور کې چې احتجاج کوونکي د میسوري ایالت په سنت لویس کې لیدل کیږي.
انځور: Reuters/Kate Munschهمداشان په پلازمینه واشنگټن کې احتجاج کوونکي سړکونو ته راووتل. د سپینې ماڼۍ مخې ته هغوی احتجاج وکړ. هغوی له ځانه سره پلاکاتونه لیږدول او پرې داسې شعارونه لیکل شوي وو چې پر پولیسو یې د مایکل براون د وژلو تور پورې کاوه.
انځور: Reuters/Joshua Robertsد یوه احتجاج کوونکي له لوري په یوه پلاکات باندې لیکل شوي دي: «د تور پوستو ژوند هم اهمیت لري.» ۱۸ کلن تورپوستی ځوان مایکل براون چې بې وسلې وو، د سپین پوستي دارین ویلسن له خوا د اگست میاشتې پر نهمه نېټه په ډزو وژل شوی وو. دا چې قضایي محکمې هغه گرم و نه باله.
انځور: Reuters/Brian Snyder