1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

۱۰۳ کلن پاکستاني کرونا ته ماتې ورکړه

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

په پاکستان کې یو ۱۰۳ کلن سړی له کرونا ویروسه رغیدلی دی چې په نړۍ کې د هغو کم شمیر زړو کسانو په ډله کې دی چې له کووید-۱۹ ناروغۍ بیرته رغیږي، په داسې یوه هیواد کې چې روغتیايي خدمات په کې کمزوري دي.

Pakistan Booni | 103 Jähriger Abdul Alim übersteht Coronavirus Infektion
انځور: Reuters/S. Aziz

د چترال د غرنۍ سیمې اوسیدونکی عزیز عبدالعلیم، تیره اوونۍ له روغتونه رخصت کړل شوی دی. د جولای میاشتې په لومړیو کې د هغه د کرونا تېست نتیجه مثبته ختلې وه.

د علیم زوی سهیل احمد، له رویټرز خبري آژانس سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي دي: «موږ د هغه د سن له کبله اندیښمن وو، خو هغه [عزیز عبدالعلیم] هیڅ اندیښمن نه وو.»
 

سهیل احمد د خپل پلار له قوله ویلي دي چې د خپل ژوندانه په اوږدو کې یې ډیرې سختې لیدلي دي او کرونا ویروس نه دی ویرولی. هغه نه غوښتل چې په تجرید کې اوسي.

د سهیل احمد په خبره پلار یې چې تر ۷۰ کلنۍ پورې یې نجاري کوله، له درو میرمنو نهه اولاده لري. سهیل احمد چې په خپله هم پنځوس کلن دی وایي چې پلار یې له څلورمې میرمنې هم جدا شوی دی او اوس یې له پنځمې میرمنې سره واده کړی دی.

د آغا خان د روغتیایي خدمتونو بیړني مرکز کې ډاکټر سردار نواز له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د تجرید او درملنې پر مهال د دغه ۱۰۳ کلن کس رواني پالنه هم کیدله.

په پاکستان کې د کرونا ویروس تر ۲۷۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوي دي او د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۵۷۶۳ کسانو ته رسیدلی دی. په داسې حال کې چې په وروستیو کې په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبو پېښو په شمیر کې کمښت راغلی دی، حکومتي چارواکي اندیښنه لري چې د لوی اختر پر مهال ښایي په دغه شمیر کې بیا ډیروالی راشي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب