۱۴۹ ډوله حيوانات په افغانستان کې له نابودۍ سره مخامخ دي
۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه
د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې چارواکي وايي چي که څه هم د حيواناتو ښکار لږ سوی، خو بيا هم ۱۴۹ډوله حيوانات د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي چي چاره يې بايد وسنجول سي.
انځور: AP
اعلان
د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي دويچه ويله، ته وويل چي په افغانستان کي ۹۰۰ ډوله حيوانات ژوند کوي چي له دې ډلي څخه ۱۴۹ ډوله يې په سره کرښه يا نابودۍ سره مخامخ دي.
د دې حيواناتو د کمښت سبب جگړه، اقليمي بدلونونه، د حيواناتو ساتني ته نه پاملرنه او د خلکو له خوا بې ځايه ښکار بلل سوی دی.
د پامير او واخان هوسۍ، په واخان کي د واوري پړانگان او دغه راز په کاپيسا ولايت کي يو ډول مرغان هغه حيوانات دي چي د نابودۍ په حال کي دي. چارواکو ويلي دي چي ځيني حيوانات او مرغان ښکاريانو نيولي دي او تر هیواد دباندي قاچاقيږي.
د حيواناتو ښکار
د صديقي په خبره په وروستيو کلونو کي په افغانستان کي د حيواناتو ښکار لږ سوی دی. خو د حيواناتو د ښکار په برخه کي د يوه قانون نه شتون د دې سبب سوی دی چي هرڅوک پرخپل سر ښکار وکړي او دغه مسئله د ځينو حيواناتو د نسل د نابودۍ سبب گرځي.
د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې دغه چارواکي وويل چي همدا اوس افغانستان ۴۷۰ ډوله الوتونکي، ۱۴۰ ډوله تي لرونکي حيوانات، ۱۲۰ ډوله کبان، ۱۰۲ ډوله خزندې او ۷ ډوله داسي حيوانات چي پر وچه او اوبو کي ژوند کوي، لري. په دې ډول نو افغانستان د حيواناتو د لرلو له اړخه يو غنی هيواد بلل کيږي.
افریقا ـ بعضي حيواني نسلونه ولي د ورکیدو سره مخامخ دي؟
د حیوانانو څخه د سانتې ورځ هغه موافقتنامه په یاد راولي چې په ۱۹۷۳ م کال کې په دې اړه په واشنګټن کې لاسلیک شوې وه. اوس ۴۴ کاله وروسته تر هغه وخت لا زيات شمیر وحشي حیواناتو نسلونه په افريقا کي د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
انځور: picture alliance/Arco Images GmbH/Tuns
د ځنګل د حیواناتو بادشاه
په افریقا کې د وحشي ژوو د بنسټ مشر له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې له ۱۹۷۰ کال را پدیخوا په افریقا کې د زمریانو شمیر نیمایې ته را ټیټ شوی دی. هغه ساحې چې دغه حیوانات په کښې ژوند کوي په پرله پسې ډول په کرهڼیزو ځمکو بدلیږي چې په پایله کې یې د دغه ښکلي حیوانات خواړه(هغه حیوانات چې زمری یې ښکار کوي) نورو ساحو ته تیښته کوي، ځکه نو دوی پر غوایانو او بزو حمله کوي او د کليوالي خلکو له خوا وژل کیږي.
انځور: picture alliance/Arco Images GmbH/Tuns
که اوبه نوي، خواړه نشته
په ډیرو افریقایې سیمو کې وچکالۍ نه یوازې په میلیونونو انسانان، بلکې ډیر حیوانات هم د ژوندانه له لومړیو اړتیاو څخه محروم کړي دي. تیر کال په افریقا کې د«کروګر ملي پارک» اداره دې ته اړ شوه چې شاوخوا ۳۵۰ د اوبو اسان او کرګدن په ډزو وولي، که نه نو دغه حیوانات به د ولږې له امله له منځه تللي وای.
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidt
تش سیندونه
له طبیعت څخه د حفاظت نړیوالې اتحادیې (IUCN) خبردارۍ ورکړی دی چې د لویدیځ او مرکزي افریقا په اوبو کې د ملي او نړیوالو شرکتونو له خوا د غیر قانوني او تر اندازې زیات کب نیونې له امله لږ تر لږه د ۳۷ ډوله کبانو نسلونه د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د کینیا حکومت په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰۵ ټنه د فیلانو غاښونه او ۱،۳۵ ټنه د کرګدن ښکرونو ته اور ولګاوه چې هدف یې دا وو« افریقا د فیلانو غاښ او کرګدن د ښکر غیرقانوني تجارت نه شي زغملې». په یو شمیر هیوادونو کې د فیل عاج یا غاښ د ټولنیز موقف نښه او د کرګدن ښکر یوه شفا بخښونکې معجزه ګڼل کیږي. په چین کې د کرګدن د ښکر د یو کیلو ګرام پوډرو بیا تر یو کیلو ګرام سرو زرو لوړه ده.
انځور: Getty Images/AFP/C. de Souza
افریقا بې له فیله؟
کرګدن پخوا لا د هغو حیواناتو په لست کې شامل شوی چې نسل یې د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ دی او د افریقا فیلان به هم ډیر ژر په دغه لست کې شامل کړای شي. په افریقا کې د فیلانو نسل په تیرو لسو کلونو کې تر ۶۰ سلنه ډير کم شوی دی.
انځور: picture alliance/blickwinkel/P. Espeel
زرافې له پاڼو ډکو ونو خوب ګوري
۲۰ کاله مخکې د لویدیځ افریقا په نیجر هیواد کې تر ۵۰ کم زرافې موجود ول. په همدې منځ کې د دوی شمیر لس برابره زیات شوی دی. د زرافو تحقیق کونکی جولیان فینیسي وایې چې حکومت او د طبعیت پلویانو د سیمي خلک هم د زرافو د حفاظت په برخه کې له ځان سره شریک کړي دي. د هغه په خبره خلک لرګي ترلاسه کوي، تر څو په د سوزولو له پاره د ونو وهلو ته اړ نه شي.
انځور: picture-alliance/robertharding/Godong
انځورونه1 | 7
صديقي زياته کړه چي د حيواناتو ښکار د افغانستان په ناامنو سيمو کي کيږي او دوی اوس د حيواناتو د ښکار د مخنیوي په مخه د عامه پوهاوی پروژه پيل کړې ده، څو خلک په ورځني ژوند کي د حيواناتو او نباتاتو په اهميت و پوهيږي.
د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې مسلکي معين وويل چي دوی اوس د حيواناتو د ښکار او قاچاق د مخنيوي قانون تدوين کړی دی چي بايد تصويب او توشيح سي. په دې قانون کي هغه کسانو له پاره چي په ښکار لاس پوري کوي مجازات په پام کي نيول سوي دي.
د کابل د ژوبڼ مسئول عزيزگل ثاقب بيا ويلي دي چي خلکو ته بايد د چاپيريال ساتني په برخه کي پوهاوی ورکړل سي، څو د حيواناتو له ښکاره لاس واخلي.
ثاقب وويل چي داسي راپورونه سته چي په بېلابېلو ولايتونو کي حيوانات ښکار او قاچاقيږي او دا چاپيريال ته سخت تاوان رسوي.
د ثاقب په خبره د کابل په ژوبڼ کي اس ۱۰۰ ډوله حيوانات ساتل کيږي او په ۱۳۹۷ کال کي يې يو ميليون کسان ليدو ته ورغلي دي چې له دې ډلي څخه ۷۵ زره يې د ښوونځو شاگردان ول.
افغانان هم اندېښمن دي چي که په دې اړه اقدام و نه سي، په راتلونکې کي به ډېر حيوانات نور وجود و نه لري.
زموږ له ارشيف څخه:
د له منځه تلو له گواښ سر مخاخ حيوانات
له گواښ سره د مخامخ حيواناتو ليست نوی سو. اوس و زرافې ته ورته د اوکاپي حيوان نوم هم په دغه ليست کي شامل سوی دی. اوس تر۲۰۰ زيات د مرغانو ډولونه هم د دغه نوي ليست برخه ده.
انځور: Reuters
د اوکاپي شمېر نيم سوی دی
و زرافې ته ورته اوکاپي په کانگو هيواد کي ژوند کوي. دا چي د دغه نسل څو حيوانان لا ژوندي دي د طبيعت ژغورني اتحاد IUNC سره يې معلومات نه سته. خو د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ حيواناتو په هغه ليست کي چي دغه سازمان خپور کړی دی، اوکاپي شامل دي. د اټکل له مخي په ۱۹۹۰ کلونو کي د کانگو په شمال ختيځ کي د دغه نسل تقريباً ۴۴۰۰ حيوانات اوسېدل خو په لسو کالو کي يې شمېر نيم سوی دی.
انځور: cc-by-sa-3.0/Raul654
د له منځه تلو په درشل کي
د IUCN له خوا په خپور سوي ليست کي و اوکاپي ته «د گواښ سره د مخامخ» حيوان درجه ورکول سوې ده. خو تر دې لوړي درجې هم سته چي له «جدي گواښ سره مخامخ»، «په طبيعت کي له منځه تللي» او د «مطلق له منځه تللي» پکښي شاملي دي. په هغو حيواناتو کي چي له جدي گواښ سره مخامخ دي د پړانگ بېل نسلونه هم شامل دي. يو شمېر داسي حيوانات سته چي دوه سوه کاله ترمخه موجود ول خو اوس له منځه تللي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د مرغانوتر ۲۰۰ زيات اقسام له جدي گواښ سره مخامخ دي
په دغه ليست کي تر ۲۰۰ زياتو مرغانو اقسام ته له «جدي گواښ سره د مخامخ» درجه ورکړل سوې ده. په دغو کي يو شمېر مرغان په هند او سويل ختيځه آسيا کي ژوند کوي. يو له دغو مرغانو څخه د بنگال ټپوس هم دی چي له جدي گواښ سره مخامخ دی. د کارپوهانو د اټکل له مخي بنگالی ټپوس په چين او ملاليزيا کي تر مخه لا په بشپړه توگه له منځه تللی دی.
انځور: picture-alliance/dpa
د آسيايي فيلانو شمېر مخ په کمېدو دی
د اټکل له مخي د آسيايي نسل فيلانو شمېر د ۴۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰ تر منځ دی. په ليست کي راغلي دي چي دغه فيلان هم له گواښ سره مخامخ دي. د IUCN د کارپوهانو په وينا د دغو فيلانو شمېر په تيرو درو نسلونو کي نيمايي ته راټيټ سوی دی او دغه کمېدنه لا جريان لري. دغه فيلان د نورو سيمو تر څنگ په بنگله دېش، بوتان، هند، چين او ماليزيا کي موندل کيږي.
انځور: picture-alliance/Horst Galuschka
ناقانونه ښکار يو لوی گواښ دی
افريقايي نسل فيلان هم له گواښ سره مخامخ دي. له يوه اړخه د دغو فيلانو د ژوند کولو ساحه ورځ په ورځ تنگيږي او له بله اړخه د هغوی د غاښونو تجارت د ناقانونه ښکار د پراخېدو سبب گرځېدلی دی. دغه نسل يو وخت د مطلق له منځه تلو له گواښ سره مخامخ وو خو بيا د يو شمېر اقداماتو په مرسته په ښکار کي يې کمښت راغلی. خو اوس دغه ښکار بيا زيات سوی او دغه فيلان يې له گواښ سره مخامخ کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د کب نيونکو په جال کي
د خنځير ډوله نهنگ اصلي ستونزه دا ده چي هغه بې له دې چي کب نيونکي وغواړي، دغه نهنگ يې په تصادفي توگه په جالونو کي بنديږي. زيات دغه نهنگان د کب نيوونکو بېړيو په سترو جالونو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. په مجموع کي د خنځير ډوله نهنگانو نسل له گواښ سره نه دی مخامخ، بلکي د دغه نسل د کليفورنيا څانگه له گواښ سره مخامخ ده. د اټکل له مخي د دغې څانگې څخه په ټوله نړۍ کي صرف د ۵۰۰ او ۶۰۰ تر منځ پاته دي.
انځور: WDC
د حيواناتو څو ډولونه بېرته زيات سوي دي
هغه حیوانات چي وضعه يې تر پخوا ښه سوې ده، پکښي د څرمن کيشپان شامل دي. لس کاله دمخه دغه کيشپان د له منځه تلو له جدي گواښ سره مخامخ ول. خو اوس دوی ته يوازي له «گواښ سره د مخامخ» درجه ورکړل سوې ده. څرمن ډوله کيشپ د نړۍ تر ټولو لوی کيشپان دي چي تر دوو مترو پوري اوږدوالی لري او تر ۵۰۰ کلو گرامه پوري يې وزن رسيږي. دوی په زياته بيا د کب نيونې او ښکار له کبله له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: gemeinfrei
د حيواناتو د ژغورني سيوری او وړانگې
د تور وريځو آلباتروس مرغانو شمېر د پخوا په پرتله زيات سوی دی. دغه دريابي مرغانو د کورنۍ سره تړاو لري. د IUCN د نوي ليست له مخي د حيواناتو د ژغورني پروگرامونو يو شمېر برياوي هم درلودلي دي چي پکښي د تور وريځو آلباتروس مرغانو زياتېدل شامل دي. خو پر دغو سربيره د هغو حيواناتو شمېر زيات دی چي له گواښ سره مخامخ دي. په ټوليزه توگه د حيواناتو ۲۱۰۰۰ ډولونه د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د خپل ډول وروستی حيوان
پانډا ډوله خرسان هم يو د هغو حيواناتو څخه دي چي د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي. په ټوليزه توگه په ټوله نړۍ کي د پانډاگانو شمېر د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ اټکل کيږي. له گواښ سره د مخامخ حیواناتو ليست له ۱۹۶۳م مېلادي کال راهيسي په دوامداره توگه خپريږي چي پکښي تر ۱۵۰ د زياتو هيوادونو له خوا ثبت سوي معلومات يو ځای کيږي.