1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۹ میلادي کال، افغانانو لپاره له هیلو او ناهیلیو ډک کال

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

۲۰۱۹ م کال افغانانو د سولې لپاره پر خورا ډیرو هيلو پیل کړی ؤ خو پای یې هغه مهال ډیر افغانان ناهیلي کړل، چې طالبانو اوربند رد کړ. ۲۰۱۹ م کال د سولې کال نومول شوی ؤ، خو دغه بهير هم لا نيمگړې دی. د ۲۰۱۹ کال مهمې پېښې څه وې؟

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

افغانستان ۲۰۱۹ میلادي کال ته د سولې له هيلو سره هرکلی ووایه، کال پای ته ورسید خو د سولې د بهير برخليک لا هم ناڅرگند دی.

سوله

عمر داوود زی چې هغه مهال یې د سولي عالي شورا د دارلانشاء ریاست دنده پرغاړه درلوده، د جنورۍ پر ۱۱مه نیټه دویچه ویله سره مرکه کې د دریو دلیلونو پر بنسټ ۲۰۱۹ میلادي کال، د سولې کال وباله. نوموړي ويلي ول:

«په نړېواله کچه د افغان جګړې ختمولو برخه کې همغږي رامنځته شوې، په سیمه ییزه کچه هم د سولې لپاره هلې ځلې شته او دریم دلیل په خپله د افغان حکومت کوششونه دي چې په ملي کچه یوه اجماع هم موجوده ده، دا ټول دلایل بې ساري دي.»

۲۰۱۹ م کال کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو پلاوي له افغان سیاستوالو سره دوه ځله په مسکو او یوځل په قطر کې مخامخ بین الافغاني مذاکرات وکړل.

۲۰۱۹ میلادي کال ته له دې اړخه هم هیلې ډېرې وې چې د همدغه کال په جنوری میاشت کې د طالبانو او امریکایانو څلورم پړاؤ مذاکرات وشول.

په همدې ترتیب پنځم پړاؤ د فبروری پر ۲۵مه، شپږم پړاؤ مارچ، اووم پړاؤ جون میاشت، اتم پړاؤ اګست او نهم پړاؤ هم د همدې اګست میاشتې پر ۲۲مه نیټه پیل شو.

د نهم پړاؤ خبرو تر ترسره کېدو وروسته تمه کېده چې طالبان او امریکایان به د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر پر اتمه نیټه ولسمشر ټرمپ طالبانو سره خبرې لغوه اعلان کړې.

ددې خبرو لغوه کېدو لامل د طالبانو هغه موټر بم برید وښودل شو چې د همدې سپټمبر میاشتې پر ۵مه نیټه یې د کابل شش درک کې د ۱۲ افغانانو په ګډون یو امریکايي عسکر هم وواژه.

دا خبرې تر څه کم څلور میاشتني ځنډ وروسته د دسمبر پر ۷مه بیا پيل شوې، خو ډیر ژر ددې له امله ودرېدې چې ګواکې دواړه لوري سلامشورې کوي.

ټاکنې

ټاکنې، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له سولې سره موازې موضوع وه، ډیرو فکر نه کاوه چې افغانستان کې به د سولې خبرو سره سره ټاکنې هم ترسره شي.

د تلې یا میزان په شپږمه نیټه په افغانستان کې د ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یو وار بیا جنجالونه راپورته شولانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

خو افغان حکومت د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر پر ۲۸مه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې.

تر خورا ډیرو جنجالونو وروسته ددغو ټاکنو لومړنی پایلې د دسمبر پر ۲۲مه نیټه اعلان شوې، ۲۰۱۹ میلادي کال پای ته ورسید خو څرګنده نه ده چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو وروستی پایلې به د پيلېدونکي ۲۰۲۰ میلادي کال په کومه میاشت کې اعلانیږي؟

اقتصادي وده

د اسیايي پراختیايي بانک د ۲۰۱۹ میلادي کال د راپور بنسټ، دغه کال کې د افغانستان اقتصادي وده ډېره شوې.

دا راپور چې د اپریل په ۳مه نیټه خپور شو د افغانستان اقتصادي وده پکې له ۲،۲ سلنې څخه ۲،۵ سلنې ته لوړه ښودل شوې.

افغان حکومت په دغه کال کې یوشمېر پروژې پرانېستې خو چاه بهار، ټاپې، کاسا زر، د لاجوردو لار او یوشمېر نورې په ملي او سیمه ییزه کچه مهمې پروژې دي چې تېرو کلونو کې پرانېستل شوې خو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ترې افغانانو د ناامنیو له امله هغسې چې په کار وه ګټه نه ده پورته کړې.

افغان حکومت د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست پر ۲۲مه نیټه د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ د دارلامان تاریخي ماڼۍ پرانېسته.

دا ماڼۍ چې تېرو څه کم څلورو لسیزو جګړو کې ویجاړه شوې وه، په شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت له سره ورغاول شوه.

جګړه

په افغانستان کې د اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي پراختیا پر وړاندې ترټولو ستر خنډ جګړه ده.

۲۰۱۹ د سولې هلوځلو ترڅنګ له جګړو هم ډک کال ؤ.

په کابل کې د یوناما دفتر یوه ویناپاڼه وايي، چې د ۲۰۱۹ کال یوازې په لومړنیو ۹ میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان دي.

ددغه کال هغه خونړۍ پيښې چې تر نورو ډیره مرګ ژوبله یې درلوده.

  • د کابل – دوبۍ په نوم د ودونو په یوه تالار کې د داعش برید ۶۳ ولسي وګړي ووژل

  • د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ د جودرې جومات کې چاودنې ۶۲ ملکیان ووژل

  • پروان ولایت کې پر ټاکنیزه غونډه برید ۲۶ کسه ووژل

  • د کابل شش درک کې موټر بم برید د یو امریکايي په ګډون ۱۱تنه ووژل

سیاسي شنونکي فضل من الله ممتاز دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له هیڅ اړخه لاسته راوړنه نه لري.

«د حکومت لپاره د شرم ځای دی چې تېر کال د سولي په ټینګښت ونه توانید، جګړې لاپسې زور واخیست او زرهاوو افغانان یې قرباني کړل، د بې کاری کچه لوړه شوه، پر نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شو.»

خو افغان حکومت بيا د ۲۰۱۹م کال د پرمختگونو په اړه بل ډول نظر لري. د ارګ یوه ویاند دوا خان مینه پال وویل: « ۲۰۱۹ افغانستان لپاره له امنیتي، سیاسي او اقتصادي پلوه د نورو په پرتله ښه کال وه.»

۲۰۱۹ میلادي کال، داسې مهال له خورا هیلو او ناهیلیو سره پای مومي چې تمه کېده طالبان به د سولې خبرو په لړ کې اوربند ته غاړه کېږدي، خو دې ډلې تېره ورځ (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۳۰مه) وویل چې د اوربند لپاره هیڅ نیت او اراده نه لري.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب