آلمان د یونان له کمپونو ۴۷ بې سرپرسته ماشومان راوستل
۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر وويل چې آلمان ته تر راوستلو د مخه د دغو ټولو ماشومانو د کرونا ناروغۍ تستونه ترسره شوي دي او مخکې له دې چې هغوی د آلمان نورو ايالتونو ته وليږدول شي، د دوو اونيو له پاره به په قرنطين کې وي.
زيهوفر د دغو مهاجرو د انتقال په اړه وويل: «دغه اقدام، د مياشتو مياشتو چمتوالي او زموږ د اروپايي شريکانو سره د خبرو اترو نتيجه ده.» هغه هيله څرګنده کړه چې نور هيوادونه هم ژر په يونان کې میشت بې سرپرسته مهاجر ماشومان واخلي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، په د مهاجرو په دغې ډله کې د افغانستان، سوريې او ايريتريا هيوادونو ماشومان شامل دي.
په دغې ۴۷ کسيزې ډله کې ۴ تنه يې نجونې او څو خويندې او ورونه شامل دي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې کورنۍ يې د مخه په آلمان کې د هغو راتګ ته په انتظار کې ول.
دوی د يونان د لیسبوس، ساموس او خيوس ټاپوګانو په مختلفو کمپونو کې اوسيدل چې تر دې وړاندې د بشري سازمانو له خوا د هغو د ناوړه وضعيت په اړه انديښنې او نيوکې شوې وي.
د يونان حکومت هڅه کوي چې د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه هم د دغو ماشومان اخيستلو ته کوم چې د جګړه ځپلو هيوادونو څخه يونان ته مهاجر شوي دي، واخلي.
د يونان صدراعظم، کرياکوس ميتسوتاکيس، وويل دی هيله مند دی چې په راتلونکو مياشتو کې به ۱۵۰۰ مهاجر ماشومان په نورو سيمو کې ځای پر ځای شي.
آلمان تيره مياشت منلې وه چې د يونان له کمپونو څخه به ۳۵۰ تنه مهاجر ماشومان اخلي، خو د دغه پلان اجرا کيدل، د کرونا ويروس د خپريدو له کبله يو څه وځنډيد.
دا له يونان څخه د بې سرپرسته ماشومانو دوهمه ډله ده چې د اروپايي اتحاديې نورو غړو ته راوړل کيږي. د چهارشنبې په ورځ (د اپريل ۱۵مه) په يوه پرواز کې ۱۲ تنه ماشومان له يونان څخه لوکسامبورک ته راوړل شول.
د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله د يونان په کمپونو کې څه باندې ۲۵۰۰ بې سرپرسته پناه غوښتونکي اوسيږي.
آژانسونه/م.ک.ص/ا.ا