اسوشتيد پريس خبري آژانس د فاروق محمد په نوم له يو ژغورل شوي روهنګيايي له قوله ليکي چې وروسته له هغې چې دوی له ميانمار څخه ووتل، ۹ ورځې يې کشتۍ په سمندر کې راګير وه. سرچينه وايي چې په دغې کشتۍ کې ۸ ماشومان، ۲۵ ښځې او ۴۳ نارينه سپاره ول او هيله يې دا وه چې ځانونه ماليزيا ته ورسوي.
د فاروق په وينا، ده شاوخوا ۱۵۰ امريکايي ډالر کشتۍ ته ورکړل چې ځای ورکړي. هغه زياته کړه چې د دوی کشتۍ د تايلند سمندري ځواکونو له خوا ودرول شوه، چې بيا وروسته د تايلند د ګزمې ځواکونو دوی تر وچې ورسول. دغه روهنګيايي مهاجر د جمعې ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۰مه) ترغرمې وروسته، د اندونيزیا په سوماترا ټاپو کې د اچيه ولايت بيريون سيمې ته وليږدول شول.
دا په روانه مياشت کې د روهنګيا مسلمان اقليت دريمه ډله ده چې له ميانمار څخه پر سمندري لارو ماليزيا پر لور تيښته کوي.
ژغورل شوې روهنګيايان ادعا کوي چې دوې تيښتې ته مجبور کړل شوي دي. فاروق محمد په دې اړه وايي: «موږ په اجباري توګه وتلو ته اړ کړل شولو، موږ ونشو کولای نور هلته پاتې شو، نه مو شو کولای کار وکړو، ځکه خو په ميانمار کې راباندې ژوند ډير سخت شو. موږ ته د هويت کارتونه رانکړل شول او په زوره دې اړ ايستل شولو چې ووځو.»
د ميانمار په راخين ایالت کې د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې تاوتريخوالي پیل شول. له هغه وخته راهيسې شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګه ديش ته مهاجر شوي دي. ميانمار او بنګله ديش د تيرکال په وروستيو کې د دغو مهاجرو د بيرته ستنيدو پر مسئله توافق ته ورسیدل.
د موضوع اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
بنګله دیش ته د روهنګیايي مسلمانانو تیښته
روهنګیايي مسلمانان په میانمار کې د جګړو څخه بنګله دیش ته پناه وړي. ملګرو ملتونو له بنګله دیش غوښتي چې دوی ته پناه ورکړي خو دوی بیا هم خپل هیواد ته په تګ اړ کیږي. د میانمار حکومت روهنګیايي لږکي ناقانونه مهاجرین ګڼي.
د میانمار په شمال کې د روهنګیايي یاغیانو له خوا د میانمار پر ځواکونو باندې یو لړ بریدونه ترسره شول. تر دغو بریدونو وروسته د میانمار ځواکونو د دوی پر وړاندې عملیات پېل کړل چې له امله یې د سیمې زرګونه اوسیدونکي اړ شول چې بنګله دیش ته وتښتي. د میانمار په دې اخ او ډب کې چې زیاتره اوسیدونکي یې بدایان دي، شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل هم شوي دي.
په انځور کې یوه مور او پلار له اغیزن سیم څخه بنګله دیش ته د خپل ماشوم د تیرولو په حال کې دي. میانمار پر روهنګیايي بلواګرو تور پورې کوي چې د ماونګداو د ښار اووه کلي، یوه امنیتي پوسته او د ښار ځینې برخې یې سوځولي دي.
انځور: Getty Images/R.Asadبودايي بې ځایه شوي جنوب خوا ته ځي
د میانمار د ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله زرګونه بودايان هم اړ شوي چې له خپلو سیمو وتښتي. د راخین ښار د بودایانو او د روهنګیايي مسلمانانو ترمنځ د اوږدو کړکیچونو له امله په ۲۰۱۲م کال کې ډیرې وینې تویې شوي دي. د راخین بودایان تر جګړو وروسته له ممکنه ویرې دې ته اړ شول چې خپلې سیمې پریږدي او په جنوب کې داسې سیمو ته پناه یوسې چې زیاتره یې بودایان دي.
انځور: picture-alliance/dpaد بنګله دیش پوله ساتونکي له پولې څخه د تیریدونکو کسانو مخه نیسي. زرګونه روهنګیایان د جګړو له ویرې تیښتې ته اړ شوي او تر اوسه پورې نږدې ۳۰۰۰ روهنګیایان بنګله دیش ته رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریس له بنګله دیش څخه غوښتي چې روهنګیايي مهاجرو ته اجازه ورکړي خو ډهاکه وايي چې له دې ډیر مهاجر نه شي منلی.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainپه بنګله دیش کې د یوه نړیوال مرستندویه سازمان یو کارکوونکی وايي چې «موږ وینو چې زیاتره روهنګیا ناروغ دي. دوی له دې امله ناروغ دي چې مخکې له دې چې بنګلدیش ته داخل شي، دوی په پوله کې بند پاتې وو. زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي.» بل لوري ته بیا روهنګیا لږکي وايي چې دوی په میانمار کې له پیړیو راهیسې ژوند کوي، خو دغه هیواد دوی ته تابعیت نه ورکوي او دوی د ناقانونه مهاجرینو په توګه پیژني.
انځور: picture-alliance/dpa/M.Alamپه بنګله دیش کې هم نه قبلیږي
د روهنګیا مسلمان لږکیو یوه ډله مهاجر د بنګله دیش په کوکس کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې په مؤقت ډول میشت دي. د بنګله دیش د حکومت پلان دا دی چې دوی یوې لرې پروت ټاپو ته انتقال کړي چې زیاتره وخت د تندو بادونو له امله د اوبو د لوړیدو له خطر سره هم مخ وي. له دې دا ښکاري چې بنګله دیش هم نه غواړي دوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.
انځور: Reuters/M. P. Hossainد روهنګیا لږکیو ماشومان په داسې خاوره کې چې د هیڅ هیواد هم نه ده، د اوبو په منځ کې د بنګلدیش په لور خپله لار لنډوي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۶ زره روهنګیا لږکي د بنګله دیش پولې ته څیرمه بند پاتې دي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossain