1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبه

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون (IFJ)د رپوټ پر بنسټ په روان میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان او د رسنیو فعالان وژل شوي دي. له دې ډلې تر نیمایي ډیرو یې د غزې تړانګې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان په دې سیمه کې وژل شوي دي.
د دغه سازمان په وینا د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان په دې سیمه کې وژل شوي دي.انځور: Yuri Cortez/AFP/Getty Images

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون  (IFJ)د رپوټ په اساس په روان میلادي کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۱۰۴ تنه د رسنیو فعالان او ژورنالیستان وژل شوي چې تر نیمایي ډیرو یې د غزې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان په دې سیمه کې وژل شوي دي. د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون مشر انتوني بلانګر، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ډیری خبریالان په غزې تړانګه کې «په قصدي توګه په نښه شوي دي».

د دغه فدراسیون په وینا: «د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه د جګړې د پیلیدو راهیسې، ۱۳۷ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.» بلانګر هغه «قتل عام چې د نړیوالو د سترګو مخته ترسره کیږي» وغنده.

نوموړي زیاته کړه که څه هم په روان میلادي کال کې د وژل شویو خبریالانو شمیر د تیر کال په پرتله لږ څه کم شوی دی، خو ۲۰۲۴ م کال هم د خریالانو له پاره یو ډیر خونړی کال و. د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي وو.

اسیا، د خبریالانو له پاره دویم تر ټولو خطرناکه سیمه

له منځني ختیځ وروسته اسیا په نړۍ کې د خبریالانو له پاره دویم تر ټولو خطرناکه سیمه شمیرل کیږي. په دغه لویه وچه کې په روان میلادي کال کې ۲۰ خبریالان وژل شوي دي چې له دې ډلې ۶ تنه یې په پاکستان کې، ۵ په بنګله دیش او ۳ تنه په هندوستان کې وژل شوي دي. په اروپا کې هم ۴ تنه خبریالان د اوکراین په جګړه کې وژل شوي دي.

د خبریالانو بندي کیدل

د وژل شویو سربیره د خبریالانو نړیوال فدراسیون رپوټ ورکړی دی چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۵۲۰ تنه خبریالان بندیان دي. د تیر کال په پرتله په دې شمیر کې ۱۰۰ کسان زیات شوي دي.

د دغه بنسټ له خوا وړاندې شوي شمیرې معمولاً د ارقامو را ټولولو د متفاوتو میتودونو له کبله له هغو شمیر څخه لوړې وي چې د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF) له خوا خپریږي. 

په جلا وطنۍ کې د افغانې خبریالې مینې اکبري کیسه

03:13

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب