1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

سوات: د پوليسو په مرکز کې د چاودنې د قربانیانو شمير لوړ شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د سوات د کبل د پولیسو په مرکز کې زياتره وژل شوي کسان پولیس دي. په دې چاودنه کې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي. د پوليسو په آند چاودنه د وسلو په يوه زيرمتون کې د بریښنا مزي د شارټۍ له کبله رامنځته شوې ده.

د سوات د کبل د سيمې د پولیسو په مرکز کې چاودنه
د سوات د کبل د سيمې د پولیسو په مرکز کې چاودنهانځور: Sherin Zara/AP/picture alliance

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات په شمال لوېديځ کې د پرتې سيمې کبل د پولیسو يو مرکز تیره شپه پرله پسې چاودنو لړزولی دی. په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان دي. خو پولیس وايي چې دا کومه ترهګریزه پېښه نه ده او د لومړيو پلټنو له مخې چاودنه د بریښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې ده.

پېښه د دوشنبې ماښام پر اتو بجو او شلو دقیقو رامنځته شوه او د معلوماتو په حواله د پولیسو د يوه مشر په ګډون پکې زياتره وژل شوي کسان پوليس دي. د ترهګرۍ ضد ادارې د پوليسو دا مرکز د چاودنې له کبله په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

اړونده موضوع: د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي له خپلي کورنۍ سره وژل شوی

د پولیسو مرکز ته ټکان ورکوونکې دا چاودنه د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د دفتر په ساحه کې شوی ده. تر دې چاودنې يوازې څو ساعته مخکې سي ټي ډي په لکي مروت سيمه کې د چاپې په ترڅ کې درې شکمن تندلاري وژلي ول.

د پېښې په اړه نور معلوماتو څه دي؟

د فرانسې خبري آژانس د سوات د پولیسو د مشر شفيع الله گنډا پور په حواله ويلي دي چې چاودنه د پولیسو د مرکز په يوې تهکاوۍ کې د بريښنا مزي د شارټۍ له کبله شوی چېرې چې «لاسي بمونه او نور چاوديدونکي توکي» ساتل کيدل.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

شفيع الله ګنډا پور وويل چې «د دې خبرې هیڅ نخښه نښانه نشته چې دا کومه باندینۍ حمله وي او يا د ځانمرګو بريدونو له کبله شوي وي.»

د ترهګرۍ ضد ادارې د سيمه ایزې برخې مشر سهيل خالد هم خبريالانو ته وويل چې داسې نه بريښي چې دا دې کومه ترهګریزه پېښه وي.

اړونده موضوع: پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د دوو پوليسو وژل تائيد کړي

د رویترز خبري آژانس د سهيل خالد له قوله لیکلي دي: «هلته يو ګودام وو چېرې چې زموږ ډېره زياته وسله پرته وه او موږ تر اوسه په دې باور یو چې دا پېښه به د يوې سهوې له کبله شوي وي. په دې تړاو زموږ پر وړاندې لا ټول انتخابونه پرانيستي دي.»

د ملاکنډ سيمې د پولیسو مشر محمود دستي د شپې ناوخته مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دا پېښه کوم ترهگریز بريد او ځانمرگې حمله نه وه او د لومړيو پلټنو پر اساس دا د «بې غورۍ» پايله وه.

د چاودنې له امله د سي ټي ډي دفتر او پولیسو په مرکز کې پروت جومات ته هم زيان اوښتی دی. تر چاودنې وروسته ودانۍ اور اخيستی وو.انځور: Sherin Zara/AP/picture alliance

هغه وويل چې چاودنه د پوليسو د مرکز په ساحه کې د ترهگرۍ ضد ادارې په يوه زاړه دفتر کې دننه د وسلو په يوه گودام کې شوې خو نوموړي وويل چې د نویو ثبوتونو په رڼا کې نورې څېړنې دوام لري.

تر ویجاړیو لاندې د خلکو د بند پاتې کیدو په اړه انديښنې

د چاودنې له امله د پولیسو د مرکز چت په بشپړه توګه نړېدلی دی او د سي ټي ډي دفتر او پولیسو په مرکز کې پروت جومات ته هم زيان اوښتی دی. تر چاودنې وروسته ودانۍ اور اخيستی وو.

د پوليسو د لوړپوړو چارواکو په حواله لږ تر لږه ۲۰ تنه پوليس د چت تر خرابیو لاندې چې د چاودنې له کبله نړيدلی وو، بند پاتې ول. 

اړونده موضوع: خیبر پښتونخوا: د ټي ټي پي په برید کې څلور پولیس وژل شوي

يوه ټپي شوي پولیس وويل کله چې پېښه رامنځته شوه، هغه وخت دی د نورو پولیسو سره په پخلنځي کې وو او هغه مهال د يوې زوروې چاودنې له کبله ودانۍ ونړېدله. هغه زياته کړه: «د پخلنځي يوه برخه هم ونړيدله. تر چادونې وروسته اور هم ولګېد.»

شهباز شریف لومړی د ځانمرګي بريد ادعا کړې وه

تر چاودنې وروسته په لومړيو شيبو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف دا پېښه يو «ځانمرگی بريد» بللی وو او دا یې غندلې وه. خو وروسته بيا نوموړي په يوه بل تويت کې خپله دا خبره بیرته واخيسته او ویې ويل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې رواني دي.

دا پېښه چې په کوم ځای کې رامنځته شوې ده هغه سيمه له افغانستان سره وصل سرحدي سيمو ته څېرمه پرته ده او د ناامنۍ ښکار هم ده. دا د پاکستاني طالبانو د يوه پخواني مشر ملا فضل الله د زيږدنې ځای هم دی. په همدې سيمه کې وسله والو په ۲۰۱۲ م کال کې د سولې د نوبل جایزې پر ګټونکې ملالې يوسفزۍ ډزې کړې وې او هغه یې ټپي کړې وه.

ب. ص/ س. ر (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب