د ترکیې چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په عراق کې د زهرجن ګاز په يوه پېښه کې د وژل شوو ترکي عسکرو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی. دا پېښه په عراق کې د یو غار دننه د مېتان ګاز له امله رامنځته شوې وه.
له دې مخکې ترکي چارواکو د یکشنبې په ورځ د پنځو سرتېرو د مړینې راپور ورکړی و.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا د ټولنیزو رسنیو په پلیټفارم X کې ولیکل: «موږ د خپلو اتلانو له لاسه تللو له کبله سخت خواشیني یو.»
د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې ټولټال ۱۹ سرتیري د شمالي عراق یو غار ته ننوتي وو چې د هغه سرتېري پاتې شوني ومومي چې په ۲۰۲۲ کال کې هلته وژل شوی و. همدا مهال دوی له غار څخه د وتونکو زهرجنو ګازونو سره مخ شول.
د پاتې ۷ سرتېرو حالت سمدستي نه دی روښانه شوی. یرلیکایا ليکلي: «زه د هغو اتلانو لپاره چې د مېتان ګاز اغېزمن کړي، عاجله روغتیا غواړم.»
د ترکیې پوځی حضور په عراق کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) پر ضد دی چې مرکز یې د قندیل په غرونو کې دی.
د ترکیې او PKK ترمنځ شخړه چې د اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو له خوا یو ترهګریز سازمان بلل کېږي، د اوسني وخت یو له تر ټولو اوږدو روانو وسله والو شخړو څخه ګڼل کېږي.
د کردانو ملي غورځنګ له څو لسیزو راهیسې هڅه کوي چې په هغو سیمو کې خپلواک هېواد جوړ کړي، چیرته چې د کرد وګړو ګڼ شمېر مېشت دی، لکه د ترکیې، ایران، عراق او سوریې ځینې برخې.
PKK د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې له خپل بنسټګر عبدالله اوچلان (چې دا مهال په ترکیه کې بندي دی) د یوه پیغام په غبرګون کې خپل انحلال اعلان کړ.
زموږ له آرشيف څخه (07.08.2019):
ځيني یزيدۍ ښځې چې د ترهګري ډلې داعش له عام وژني او جنسي غلامۍ څخه بچ پاتې شوي دي، اوس د رزمي ورزش په کورسونو کې برخه اخلي، څو خپل تیري ترخې خاطرې هیري کړي.
انځور: DW/F. Campana«بوکسنګ سسټرز» کلب د یزيدۍ میرمنو او نجونو د پياوړه کولو طرحه ده چې شپږ میاشتې مخکې د (Lotus Flower) یا نیلوفر ګل، په نوم د غیر انتفاعي سازمان له لوري د عراق په کردستان کې پرانیستل شوه. اوس د روانګا کمپ په سالون کې یزيدي ښځې او نجونې په اوونۍ کې پنځه وارې د ورځې دوه ساعته تمرین کوي. د هغوی ډیری یې یو وخت د داعش بندیانې وې او د روحي آزار، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي قرباني ګرځیدلې وې.
انځور: DW/F. Campanaکه څه هم بوکس د روانګا کمپ د ښځو او نجونو د «لوتوس فلاور» ورزشي کلب یوازینی فعالیت نه دی، خو د هغوی له پاره په زړه پورې ورزش دی. د دغه غیر انتفاعي سازمان سیمه ایز مشر ویان احمد وایي: «موږ فکر وکړ چې دا ورزش د جسمي او روحي لحاظه د ښځو د غښتلتیا له پاره مناسب روش دی.»
انځور: DW/F. Campanaد دغه کلب یوه ورزشکاره حسنا سعید یوسف وایي: «ډیر وختونه چې د بوکس تمرین کوو، د درد او خفګان شیبې رایادوم او هڅه کوم چې د بوکس په ضربو سره یې له شره خلاصه شم.» حسنا او کورنۍ یې په ۲۰۱۴م کال کې د سنجار پر کلیو او بانډو باندې د داعش له هجوم وروړلو راهیسې په روانګا کمپ کې میشت دي. هغوی چې کله پوهه شول چې داعش ورنزدې شوی نو غرونو ته وتښتیدل او هلته یوه اوونۍ پټ ول، څو یې کمپ ته د رسیدو لار ومونده.
انځور: DW/F. Campanaحسنا چې ۱۸ کلنه ده وایي چې تل یې له ورزش سره مینه درلوده. هغه وایي چې په ځوانۍ کې یې له تره سره د خپل کاله په یوه خونه کې وزن پورته کول تمرینول. خو حسنا اوس په دې باور ده چې بوکس یا سوک وهنه یو بل شی دی. هغه چې هیله لري ډاکټره شي وايي: «نه غواړم هیڅ وخت د بوکس کولو تمرین پریږدم.»
انځور: DW/F. Campanaپه کمپ کې اوسیدونکي ډیری کورنۍ په لومړي سر کې په دې راضي نه وي چې لوڼې یې د بوکس په تمرین کې ګډون وکړي. خو کله چې د «لوتوس فلاور» سازمان کارکوونکي هغوی ته ورغلل او ورته روښانه یې کړه چې دغه ډول بدني فعالیتونه کومې ښیګڼې لري، د ډیرو نظر بدلون وموند.
انځور: DW/F. Campanaپه اپریل میاشت کې، ځینې ښځې د روزونکو په توګه وروزل شوې، څو وکولای شي د سیمې په نورو کمپونو د بوکس تمرین ورکړي. حسنا هم د خپل استوګنې په کمپ کې د سوک وهنې د لوبې روزونکي ده.
انځور: DW/F. Campanaیزيدۍ ښځي او نجوني کولی شي د بوکس د کورس وروسته د «کیسه ویونکو خویندو» په نوم د انګلیسي ژبې کورس کې ګډون وکړي چې د انځورونو په واسطه د کیسه ویلو یو ډول روزنه ورکول کیږي. یو شمیر ښځو په لیسه کې د زده کړو له پاره نومونه ثبت کړي دي. د هغوی پر کلیو باندې د داعش تر بریدونو وروسته تعلیم ممکن نه وو. دغه ښځې اوس بیا د زده کړو فرصت لري.
انځور: DW/F. Campana