1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي سېلابونه؛ ۱۵ افغانان پکې مړه شوي دي

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د ایران دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د دغه هيواد په تازه سېلابونو کې شا او خوا ۱۵ افغان مهاجر مړه شوي دي. دغه سېلابونه د کرمان په جیرفت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي چې ډېر قربانیان ېې ماشومان دي.

آرشیف - د ایران په شېراز کې سېلاب
آرشیف - ایراني چارواکو ويلي په کرمان ولایت کې د دوشنبې ورځې سېلابونو کې ۱۵ کسان چې ټول ېې افغان مهاجر دي مړه شويانځور: Imago Images/Xinhua/A. Halabisaz

په ایران کې ناڅاپي سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو سطحې لوړېدو ځاني تلفات اړولي دي.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د سه شنبې په ورځ وویل چې په دغه هيواد کې د تېرې ورځې په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمېر له شپږو، پنځلسو ته لوړ شوی دی.

ایرنا په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په سېلابونو کې وژل شوي کسان ټول په ایران کې میشت افغان مهاجر دي.

دغه ناڅاپي سېلابونه د دوشنبې په ورځ د ایران د کرمان ولایت په جیرفت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي او دغه افراد د یادې ولسوالۍ په هلیل سیند کې په سېلاب کې راګير او ډوب شوي دي.

سرچينې د کرمان ولایت د چارواکو له قوله ويلي دي چې دغو افغان مهاجرو د ېوې کورنۍ په څېر په یو باغ کې کار کاوه او ماشومان ېې د لامبو له پاره د سیند منځ ته ورغلي ول چې هلته د وروښتونو له کبله د سېلاب اوبو کې ډوب شوي ول. زیاته شوې ده چې د باغ مالک دوه کسان ژغورلي، خو د نجات پر مهال خپله په اوبو کې ډوب شوی دی.

ایرنا ويلي دي چې د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسيدلي دي.

د افغانستان په ختيځ کې هم ناڅاپي سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ننګرهار ولایت په تازه سېلابونو کې درې کسان مړه او شل نور ژوبل شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي دي چې کېدای شي د تلفاتو ارقام لوړ شي. دغو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي. شاوخوا ۱۵۰ کورونه تخریب شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې تېره اوونۍ د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د درنو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د جارې کېدو خبرداری ورکړی وو. کارپوهان په دې باور دي چې اقليمي بدلون د وچکالۍ او شدیدو ورښتونو سبب ګرځيدلی دی.

افغانستان او ایران په تېره لسيزه کې د پر له پسې وچکاليو، شديدو ورښتونو او سېلابونو تجربې درلودلي دي. د روان میلادي کال په سر کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ کسان په سېلابونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایران په سويل کې د ۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې ۸۰ کسان مړه شول او د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه ېې واړول.

له آرشيف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل