ترکیه: د کښتۍ ډوبیدو پیښه کې یوه قاجاقبر او ۱۶مهاجر مړه شوي
۱۴۰۴ آبان ۳, شنبه
د ترکیې ساحلي ګارد د جمعې (د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هیواد د بودروم ساحلي ښار په اوبو کې د مهاجرو لیږدونکې یوه بادي کښتۍ ډوبه شوې ده چې د یوه قاچاقبر په ګډون ۱۷ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی: «د ۱۶ ناقانونه مهاجرو او یوه قاچاقبر مړي موندل شوي». د هغوي په وینا دوه تنه نور مهاجر ژغورل شوي دي.
مخکې تر دې د مګلا سیمې د والي دفتر په ایکس ټولنیزه شبکه کې د مړو شمیر ۱۴ ښودلی و. په هغه وخت کې لا دوه کسان لادرکه ول. د معلوماتو له مخې یو تن له مهاجرو څخه چې په کښتۍ کې و تونیدلی دی چې د ژغورنې پرسونل ته اطلاع ورکړي.
په دوو ژغورل شوو کسانو کې چې یو یې د افغانستان تبع دی ویلي چې هغه شپږ ساعته لامبو وهلې، څو د سیلیبي تر ټاپو پورې ځان ورسوي.
د دغه کس له خوا د ورکړل شوو معلوماتو په اساس کښتۍ په لسو دقیقو کې دننه ډوبه شوه. تر اوسه پورې نه دي ویل شوي چې نور مهاجر د کومو هیوادونو اتباع ول.
د ساحلي ګارد په وینا د دوو لادرکه شوو کسانو د لټون په عملیاتو کې څلورو کښتیو ګډون درلود. ویل کیږي چې یوه هلیکوپتر او د لامبو وهنې یوه ځانګړې ډلې هم د لټون په دغو عملیاتو کې برخه لرله.
بودروم د کووس په څیر د یونان ټاپوګانو ته نږدې واقع دی. دغه ټاپو د هغو مهاجرو له پاره چې غواړي ځانونه د اروپايي اتحادیې قلمرو ته ورسوي، یو مهم او په زړه پورې هدف دی.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (IOM) په خبره یوازې سږ کال ۱۴۰۰ مهاجرو اروپا ته د ځان رسولو په هڅه کې په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې اکثره یې له افریقا څخه د ایټالیې پر لور روان شوي وو.
ترکیې په ۲۰۱۶م کال کې له بروکسل یعنې اروپایي اتحادیې سره یوه موافقه لاسلیک کړې وه چې مخې به یې اروپا ته د ناقانونه مهاجرو د ورتګ مخه نیسي.
اوسمهال په ترکیه کې شاوخوا ۲،۵ میلیونه مهاجر موجود دي چې اکثره یې د سوریې هیواد اتباع دي.