1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د مذهبي ډلو ترمنځ په یوه تازه نښته کې ۱۶تنه وژل شوي

۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت په کُرم ایجنسۍ کې د مذهبي اختلافاتو پر اساس یوه تازه پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. خبري سرچېنې وايي په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۲۲مه - د خیبر پښتونخوا ایالت په یوه سیاحتي سیمه کې تر یوې بمې چاودنې وروسته حالت
آرشیف - د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسنۍ کې یوه تازه وسله واله پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي ديانځور: Sherin Zada/AP Photo/picture alliance

د کرم ايجنسۍ يوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د شنبې په ورځ د سنيانو یو کاروان چې نیمه پوځي ملیشو يې امنیت نيولی وو، د سفر پر مهال تر وسله وال برید لاندې راغی چې «په نتيجه کې ېې ۱۴ کسان وژل شوي چې په هغو کې ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دی او شپږ نور ټپیان دي.»

دغه چارواکي وويل چې د سرحدي پولیسو په ځوابې ډزو کې دوه حمله کونکي وژل شوي چې تشخیص شوې هغوی شیعه ګان دي.

د دغو دوو مذهبي ډلو ترمنځ په سیمه کې تر دې مخکې وروستۍ نښتې په جولای او سپتمبر میاشتو کې شوې وې، چې په لسونو کسان په کې ووژل شول. دغه ناکرارۍ د یوې قومي جرګې په نتيجه کې د یو اوربند په رامنځ ته کېدو ودرول شوې.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې له څو مياشتو راهیسې د سني او شیعه مذهبي ډلو تر منځ وسله والې نښتې شوي دي.

 دغه علاقه له کلونو راهیسې د یادو دوو اسلامي ډلو ترمنځ د شخړو شاهده پاته شوې چې په کې په سلونو کسان وژل شوي دي.

اوس چارواکي د یو نوي اوربند د برقراره کولو په لټه کې دي. په پاکستان کې فرقه ېې او کورنۍ اختلافات یا هم دښمنۍ رايج دي. په دې لړ کې د شیعه او سني ډلو پېروان له اوږدې مودې راهیسې د خپل منځي اختلافاتو له کبله له راولاړو شوو تاوتریخوالو سخت کړېدلي دي.

(AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب