1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د یوه فیل مړینه ولې جنجالي شوې؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د پاکستان په کراچي ښار کې د يوه ښځینه فیل يا هاتۍ له مړينې وروسته د اړونده ژوبڼ د تړلو غوښتنه شوې ده. فيله د مړيني پر وخت ۱۷ کلنه وه.

د کراچي په ژوبڼ کې د حیواناتو پر وضعيت تر مخه هم نيوکې کېدلې
د کراچي په ژوبڼ کې د حیواناتو پر وضعيت تر مخه هم نيوکې کېدلېانځور: DW

د کراچي په ژوبڼ کې هغه فيله يا هاتۍ مړه شوې ده چې ورته د «نورجهان» نوم ورکول شوی و. دغه فيله ناروغه وه او د اپريل په مياشت کې يې د سرطان د يوې ناروغۍ له کبله عاجل طبي مراقبت شوی و.

د ژوو د حقونو د دفاع نړيوال سازمان «فير فوټن» د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۲۳ نېټه) راپور ورکړ چې له مړيني مخکې د کراچي ښار د ژوبڼ دغه فيله نهه ورځې پر يو اړخ پرته وه ځکه چې د شا دوې پښې يې فلج شوي وې.

دغه مطلب هم ولوئ:  فيلان ولي په پښو اورېدلای او د ژبو تر منځ فرق کولای سي؟

د ژوو مدافعين وايي چې دغه فيله ځو ورځې پر زکندن پرته وه، بېله دې چې په کافي اندازه مراقبت يې وشي. د اړونده ژوبڼ رئيس کنور ايوب د نورجهان مړينه تائيد کړې ده.

اوږد زکندن


دا چې ۱۷ کلنه د افريقايي نسل فيله په ژوبڼ کې د اوبو د ځای سره په خپل قفس کې بنده راغلې وه ځکه چې د شا پښې يې فلج شوي وې، نو هغه ۹ ورځي پر يو اړخ پر همدا يوځای پرته وه، بېله دې چې اړخ يا ځای يې بدل کړلای شي.

هغه وخت د ژوو د حقونو سازمان ويلي ول چې د دغې فيلي وضعيت خراب دی او دا چې «ژوند يې د ګواښ سره مخامخ» دی.

د «فير فوټن» سازمان مشر ويتنري، امير خليل د نور جهان مړينه د خواښينۍ وړ بللې ده. هغه ويلي: «نور جهان تر دې د بهتر څه حق درلود.»

دغه مطلب هم ولوئ:  له پاکستانه ولې یو فیل په الوتکه کې بهر ته انتقالیږي؟

د ژوو ياد نړيوال سازمان د کراچي د اړونده ژوبڼ د تړلو غوښتنه کړې ده ولې چې په آند يې دغه ژوبڼ «نړيوال معيارونه» نه مراعتوي او «په کافي اندازه مجهز نه دی چې د هاتيانو مراقبت په کافي او اړينه توګه وکولای شي.»

د ژوو د حقونو مدافعين د کراچي په دغه ژوبڼ کې د پاتې يوې فيلې «مدهوبالا» د وضعيت په هکله هم اندېښمن دي. هغوی ويلي دي چې د دغې فيلې د يوې اوږدمهالې ملګرې د مړيني وروسته داسي نه چې دغه فيله هم د نورجهان په برخليک اخته شي. د دغه سازمان ويتنري مشر غواړي له همدې کبله د يکشنبې په ورځ و پاکستان ته سفر وکړي او هلته د کراچي په ژوبڼ کې د پاتې فيلې مدهوبالا له وضعيت څخه ځان له نژدې خبر کړي.

د پاکستان ژوبڼونه وخت ناوخته د تنقيدونو سره مخامخ کيږي. يوې محکمې د ۲۰۲۰ کال په پای کې د اسلام آباد په ښار کې د يو ژوبڼ د تړلو امر کړی و. پر دغه ژوبڼ تور و چې پکښې د «کاوان» په نوم فيل شکنجه شوی و. دغه فيل وروسته په کمبوډيا کې يوې طبيعي محافظتي سيمې ته انتقال کړل شو.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب