ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه (د اکتوبر ۵ نیټه) په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته، لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره شي.
د سوریې د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل له هم هغه پیل څخه له انديښنو سره مل دي، ځکه قدرت به د یوه واقعي دیموکراتیک تغیر ته د لارې هوارولو پرځای، د نوو واکمنانو په لاس کې باقي پاتې شي.
د سوریې پارلمان یا د «خلق مجلس» به چې یو لړ اصلاحات په کې رامنځته شوي دي ۲۱۰ استازي ولري. دغې مجلس پخوا ۲۵۰ چوکۍ درلودلې.
یو پر دریمه د دغو چوکیو یعنې ۷۰ استازي به په مستقیم ډول د مؤقت ولسمشر احمد شرع په وسیله منصوبیږي، هغه موضوع چې انتقاد کوونکي وایي چې په مقننه قوې د هغه تسلط تضمینوي.
د دمشق په یوه لیري پرته سیمه کې ښوونکي خالد مرعي وویل: «دا د وړتیا پورې اړه نه لري، بلکې شخصي محاسبات دي.»
په دې ټاکنو کې به د سوریې عادي وګړي د رای اچونې چانس ونه لري او د دې پر ځای به یو څو پړاویز بهیر معرفي شي. د حکومت له خوا ټاکل شوي انتخاباتي بنسټونه رای ورکوونکي انتخابوي او هغوي به په وروستي پړاو کې استازي وټاکي.
څارونکي وایي چې دغه سیستم د هغو څیرو چې قوي اړیکي لري په ګټه دی او توکمپالنه پیاوړې کوي، چې د اسد د واکمنۍ پر مهال په شدید ډول د مدیریت شوو سیاستونو یاد تازه کوي.
انتخابات د ټول هیواد په کچه نه ترسره کیږي په یو شمیر دروزي او کُرد میشته سیمو کې د انتخاباتو ترسره کول ځنډول شوي دي. پارلماني ټاکنې به د ټول هیواد په کچه ترسره نه شي. د سوریې انتقالي حکومت د امنیتي انديښنو له کبله په سویدا او د حسکه او رقه په ځینو برخو کې رای اچونه ځنډولې ده.
انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟ انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د صيدنايا زندان يوه بله برخه د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
انځور: Izettin Kasim/Anadolu/picture alliance د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د ځايي اوسېدونکو په خبره امکان لري چي بې شمیره کسان د زیرزمینیو په تورو کوټو کي بندیان وي او تر اوسه پوري ورته لاس رسئ نه وي سوی.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان د شکنجې يوه کوټه د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان شکنجه کوونکو به همدارنگه ډېر زندانیان په زینو پوري تړل او وروسته به یې هغوی ایله کول او د قربانیانو د سقوط (لویدو) ننداره به يې کوله.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance صیدنایا زندان د اسد خاندان د څو لسیزي حکومت د وحشتگرۍ نخښه ده.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان کښته برخه د سوریې سپین خولیو اعلان کړی دی، چي هر هغه څوک چي په زندان کي د يوه پټنځای په اړه معلومات ورکړي، ۳۰۰۰ ډالره نقدي جایزه به ورته ورکړي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance
د دغو سیمو اکثره اوسیدونکي دروز او کردان دي چې له دمشق سره مخالف او په پارلمان کې د دوی د استازولۍ راتلونکې نا معلومه ده.
سوریه چې ۲۳ میلیونه نفوس لري اوس د هیئت تحریر شام اسلامپالې ډلې د پخواني مشر احمد شرع له خوا چې د بشارالاسد رژیم یې ړنګ کړ رهبري کیږي. خو اوس نوموړی د یوې پوځي بریا پر سیاسي مشروعیت د بدلولو له ننګونې سره مخامخ دی.
ویجاړ ښارونه او د زیربناو نشتوالی د سوریې انتقالي حکومت ټینګار کوي چې د انتخاباتو پیچلی بهیر یو عملي ضرورت دی او په میلیونو بې ځایه شوو ته چې د هویت اسناد نه لري او په پراخه پیمانه د زیربناو ویجاړیو ته اشاره کوي.
په دې هیواد کې ټول ښارونه لا ویجاړ دي، په داسې حال کې چې د بريښنا، سوون او لومړنیو توکو کمښت د ټول هیواد په کچه د رای اچونې بهیر ترسره کول، ناممکن کړی دی.
خو سره له دې ټولو د انتخاباتو بهیر ته د شک په سترګه کتل کیږي. د کُردانو په مشرۍ د سوریې دیموکرات ځواکونه چې د دغه هیواد شمال ختیځه برخه کنترولوي، دغه بهیر ټول شموله نه بولي.
د سوریې دیموکرات ځواکونو ویاند فرهاد الشامي وویل: «راتلونکي انتخابات په سوریه کې د ريښتینې بدلون هیڅ نښه نه وړاندې کوي.»
د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟This browser does not support the video element.