20 فيصده يورانيم به پخپله په ايران کي غني سي
۱۳۸۸ بهمن ۱۹, دوشنبهد ايران دجمهور رييس محمود احمدي نژادله نظره دا لويديز دی ، چه غواړي پر ايران باندي فشار زيات کي ، او د ډول ډول تاکتيکو څخه کار اخلي .
دی په تهران کښي د لايزر د وړانګو د تکنالوژۍ نندارتون ته ډير اهميت ورکوي ، اووايي چه په دغه برخه کښي هم چه د ډيره وخته راهيسي تحقيقات او څيړني رواني دي ، کيدلای سي لکه د اټومي دستګاوو غوندي پکښي يورانيم غني سي .
احمدي نژاد د موقع څخه استفاده وکړه ، پر بين امللي ټولني يې حمله وکړه ، او ويې ويل چه لويديز دده هغه پيشنهاد ته چه يورانيمو دي په خارج کي غني سي ، اهميت نه ورکوي .
دی وايي ،
«موږ غربيانو ته دوې تر درو مياشتو پوري وخت ورکي ، چه پر دغه پيشنهاد باندي غور وکي . خو دوی يوه نوې بازي شروع کړه، اوځکه نو ما د ايران د اټومي مسايلو د ادارې مشر صالح ته وظيفه ورکړه ، چه په ايران کښي د 20 فيصدو يورانيموپه غني کولو شروع وکي . خو ددوی پر مخ د خبرو او مذاکرې دروازه اوس هم خلاصه ده . »
تر هغه وروسته ددغي ادارې مشر علي اکبر صالح اعلان وکی ، چه په يوه کال کښي به ديورانيمو د غني کولو 10 نوري دستګاوي جوړي کي .
صالح به نن په ويانا کښي داټومي انرژۍ بين امللي ادارې ته د 20 فيصدويورانيمو دلانجمن غني کولو څخه خبر ورکي ، خو ده وويل چه د هغه غني کيدل به سبا سه شنبه په نتن کښي د اټومي انرژۍد بين امللي ادارې د کنټرولرانو په حضور کښي شروع سي .
د ايران د اسلامي جمهوريت د رهبرۍ په وينا به دغه يورانيمو دسوله ايزو مقاصدو دپاره غني سي ، خو لويديز اوس هم دا شک لري چه ايران په پټه سره اټومي بم جوړوي .
سورين/
کتونکی : محمد قاسم نوري