هغه هېوادونه چې دا لیک یې د بلجيم په ابتکار لاسليک کړی، عبارت دي له آلمان، هالند، بلغاريا، استونيا، فنلنډ، يونان، ايرلنډ، ايټاليا، لېتوانيا، لوکزامبورګ، مالټا، اتريش، پولنډ، سلوواکيا، سویډن، چک جمهوريت، هنګري او قبرس څخه. سربېره پر دې ناروې هم د لیک لاسليک کوونکې ده، که څه هم د اروپايي اتحاديې غړيتوب نه لري، خو د شينګن د سيمې برخه ده او د پناه اخېستنې د اروپايي ادارې سره همکاري لري.
آلمان دا مهال له طالبانو سره د افغانانو د بېرته استولو په اړه خبرېکوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر دوبريندت په وينا دا خبرې «ډېرې پرمخ تللې» دي. خو دا اړيکې شخړيزې دي، ځکه د آلمان فدرالي حکومت له طالبانو سره رسمي ديپلوماتيکې اړيکې نه لري. طالبان له اګست ۲۰۲۱ راهيسې په افغانستان کې بيا واک ته رسېدلي او د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض له امله په نړيواله کچه منزوي دي. طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د قطر په مرسته دوه ځله له آلمان څخه هغه ډله افغان کډوال منلي دي چې په آلمان کې یې د پاتیدو قانوني اجازه نه درلوده.
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images