1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: روسیې تېره شپه پر اوکراین ۳۰۰ ډرونونه توغولي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس
۱۴۰۴ تیر ۲۸, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ وویل چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر اودیسه او سومي ښارونو شاوخوا ۳۰۰ ډرونونه او نژدې ۳۰ توغندي توغولي، یو کس وژل شوی. روسیې د ۸۷ اوکرایني ډرونونه د راغورځولو ادعا کړې ده.

پر اودیسه ښار د روسیې په حمله کې یو لګېدلی ساختمان
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ وویل روسیې تېره شپه د اوکراین پر اودیسه او سومي ښارونو شاوخوا ۳۰۰ ډرونو توغولانځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۹مه) وویل چې د روسیې د تېرې شپې په حملو کې په اودیسه بندري ښار کې یو کس وژل شوی او په شمالشرقي ښار سومي کې مهمې زیربناوې تخریب شوي دي. 

زیلنسکي پر تلیګرام شبکه یوه ويډيو خپره کړې چې پکې د اور په لمبو کې ساختمانونه ښودل کيږي او اور وژونکي د اور د مړ کولو هڅې کوي. زیلنسکي له ويډيو سره لیکلي چې پر سومي د حملو په نتیجه کې د سیمې پر زرونو کورنو برېښنا قطع شوې ده.

نور ولولۍ:  اروپايي اتحادیې پر روسیې تر ټولو سخت بندیزونه وضع کړل

د اوکراین اودیسه ښار د یونسکو سازمان د لرغونو مېراثونو په نوملړ کې شامل دی. ښاروال ېې ګنادي تروخانوف ويلي چې د هستوګنې په یوې لوړپوړې ودانۍ کې اور لګېدلی چې اوروژونکې ېې د مړ کولو او پکې د ټپیانو لټون کوي. تروخانوف پر تلیګرام لیکلي: «دښمن د اودیسه ښار پر مختلفو استقامتونو له ۲۰ ډېر ډرونونه توغولي.» هغه زیاته کړې: «په دغو حملو کې ملکي زېربناو ته زیانونه اوښتي دي.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ وویل روسیې تېره شپه د اوکراین پر اودیسه او سومي ښارونو شاوخوا ۳۰۰ ډرونو توغولانځور: Ukrainian Emergency Service/AP/dpa/picture alliance

 روسیه وايي اوکرايني ډرونونه ېې راغورځولي

 بلخوا د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هېواد په مرکزي، غربي او جنوبي سیمو کې يې ۷۸ اوکرایني ډرونه راغورځولي دي. وزارت زیاته کړې چې له دې ډلې ۴۸ ډرونونه د اوکراین سرحد ته نژدي په بریانسک سیمه کې راغورځول شوي دي.

 د مسکو ښاروال سرګي سابیانین هم ويلي چې د روسیې دافع هوا ځواکونو تر نیمې شپې وروسته ۱۳ ډرونونه چې د پلازمينې پر لور راروان ول، له منځه وړي او چارواکي د هغو پر قطعاتو معاینات کوي.

نور ولولۍ: مېدوېدوف: روسیه د ترمپ د «نمایشي ضرب الاجل» پروا نه کوي

 روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلې حملې تېزې کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له تلو راهیسې هڅه کوي په اوکراین جګړه پای ته ورسوي او په همدې موخه ېې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره څو ځلې ټيلفوني خبرې هم کړي، خو کومه مثبته پایلې ېې نه ده لرلې. مسکو ټينګار کوي چې په مسکو کې خپلو موخو ته له رسېدو پرته به اوربند ونکړي. د روسیې دغه دريځ ترمپ ناهيلی کړی دی.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب