د امريکا د متحده ايالاتو په کليفورنيا ايالت کي يوې محکمې هغه مصري پلار ته د ۲۱۲ کالو د بند سزا واوروله چي د بيمي د پيسو ترلاسه کولو له پاره يې خپل دوه معذور زامن وژلي ول.
انځور: Fotolia/pholidito
اعلان
کوم کس ته چي تر ۲۰۰ کالو څخه د زيات بند سزا اورول سوې ده، د هغه عمر ۴۵ کاله دی او په اصل کي له مصر هيواد څخه دی. د علي الميزائن په نوم دغه کس د خپلي کورنۍ سره د امريکا په متحده ايالاتو کي مقيم دی.
د محکمې د دوسيې له مخي علي الميزائن په ۲۰۱۵ کال د اپريل په مياشت کي خپله پخوانۍ مېرمنه او دوه زامن چي د آوټيزم ناروغي يې لرله د ځان سره موټر کي روان کړل. هغه دغه موټر د لاس انجلس په سويل کي د سان پيدور په نوم ځای ته و يو ساحلي سړک ته بوتلی او په قصد سره يې د موټر چلولو پر وخت دغه موټر اوبو ته واچاوه.
خو په دغه پېښه کي د آوټيزم ناروغۍ لرونکي د علي الميزاين دوه زامن چي عمرونه يې ۸ او ۱۳ کاله ؤ، ډوب سول. علي الميزاين د دغو دوو زامنو له پاره تر مخه د بيمې قرارداد کړی ؤ او د هغوی د مرګ وروسته يې له بيمي څخه ۲۶۰ زره ډالره ترلاسه کړي ول.
دغه سړي له بيمې څخه تر لاسه سوو د پيسو زياتره برخه و مصر ته انتقال کړې وه. کله چي هغه د پوليسو لخوا ونيول سو نو د هغه د امريکا په بانکي حساب کي ۸۰ زره ډالره پاته ول چي د چارواکو له خوا ضبط کړل سول.
د جان والټر په نوم قاضي و تورن مصري ته د ۲۱۲ کالو د بند سزا واوروله. د قاضي په فيصله کي د دغه زيات قيد وجه د ملزم له خوا د سخت زړه ډېر لوی جرم تر سره کول بلل سوي دي.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
تر ټولو زيات قتلونه د نړۍ په کومو ښارونو کي؟
د نړۍ بعضي داسي ښارونه سته چي پکښي بېله جګړې قتل او وژنه ورځني جرمونه دي. هر کال د نفوس د هرو ۱۰۰ زرو کسانو پر سر په کوم ښار کي تر ټولو زيات قتلونه کيږي؟ په دغه انځوريز البوم کي يې وګورئ: