ایراني رسنیو د ایران د سرې میاشتې ټولنې او د ژغورنې سازمان د مشر، ببرک محمودي، له قوله ويلي چې په دغه پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي. محمودي وويل: «دېرش کسان هغه مهال ټپیان شول چې یو ریل ګاډی د کرمان-زرند ترمنځ پرتې پټلۍ باندې د حرکت پرمهال له پټلۍ واوښت.»
د ایران د اورګاډو ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې تر پېښې وروسته د «ريلوې تخنيکی پرسونل او ژغورونکي ځواکونه پر وخت د پیښې ځای ته ورسېدل او ټول مساپر ېې له اورګاډي خوندي وژغورل.»
په ایران کې که څه هم د اورګاډو د چپه کیدو پېښې نادرې او غېرمعمول نه دي، خو په ټوله کې د مړينې پېښې نلري، اما ځینو پخوانیو پېښو ېې درانه ځاني تلفات درلودلي.
د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې د ایران په مرکزي ښار طبس کې د یو ريل ګاډي د اوښتو په پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي ول. په ۲۰۱۶ کې د ایران په شمال کې د دوو ريلونو په ټکر او اور اخیستنه کې ۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي ول.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
د اروپا د اورګاډو تر ټولو ښايسته لس تمځایونه
په اروپا کې د اورګاډي سفر نه یوازې چټک او هوسا وي، بلکه مسافر کولی شي هیرانوونکي تاریخي او عصري تمځایونه هم وویني. د اورګاډي لس داسې ښایسته تمځایونه دلته لیدلی شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kalker په بلجیم کې د انتوریب تمځای
که تاسو په اورګاډي کې د انتوريب ښار ته رسيږۍ نو هرو مرو يې د اورګاډي مرکزي تمځاي ستاسو پام ځان راړوي. دغه ستر تمځای د انتوريب ښار يو له مشهورو او زړه راښکونکو سیمو څخه شميرل کيږي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/H.-D. Falkensteinپه بلجیم کې له فولاد او ښيښو څخه جوړ د لیژ ګیما تمځای
د بلجيم په دغه ښکلي تمځای کې هره ورځ ۵۰۰ اورګاډي دريږي. دا له ښار څخه لږ بهر جوړ شوی او د اروپا د چټک سرعت لرونکو اورګاډو د نښلولو د يو مهم مرکز حيثیت لري. د لیژ ګیما تمځای طراح هسپانوي مشهور انجنير سنتياګو کلاتراوا دی.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Galuschkaد امستردام د اورګاډو مرکزي تمځای
د هالند د امستردام مرکزي تمځای هم د اروپا يو د مشهورو او ښايسته و تمځایونو له ډلې څخه شميرل کيږي. د دغه تمځای يوه ځانګړتيا دا ده چې په درو مصنوعي جزيرو کې رغول شوی. دغه تمځای د لرګيو په ۸۶۸۷ ستنو باندې ټينګ شوی دی.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/A. Roseپاريس کې د ګاغ دېلیون تمځای
ښايي د فرانسې د پاريس ښار «ګاغ دېليون» تمځای د نړۍ تر ټولو ښايسته تمځای وي چې یو مشهوره رستورانت هم لري. دغه ودانۍ که څه هم له بهر څخه هم ډیره ښایسته ده، خو دا چې سړی ورته دننه شي نو ډیر ښکلي جوړښتونه ویني. په دې تمځای کې یو ډیر مشهور رستورانت هم جوړ شوی.
انځور: picture-alliance/imagebroker/S. Randebrockد هيلسینکي د اورګاډي تمځای په تلويزيوني پروګرامونو کې هم ډير مشهور دی. د دې تمځای په لويه دروازه کې څلور مجسمې ولاړې دي. د هيلسينکي تمځای طرح د ايليل سارينين، له خوا جوړه شوې چې د رغولو چارې يې په ۱۹۱۹م کال کې پاې ته ورسیدې.
انځور: picture-alliance/dpa/Photoshotپه لندن کې د سنت پنکراس تمځای
د لندن ښار د سنت پنکراس د اورګاډي په تمځای کې ډير شمير دوکانونه او مغازې جوړي دي او تل په کې د مساپرو ګڼه ګوڼه وي. دغه تمځای په اصل کې د نړيوالو اورګاډو د شبکې يو نښلونکی مرکز دي. د هري پوتر د فلم ځينې صحنې هم په دغه تمځای کې ثبت شوې دي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/Foto Beckد آلمان د لایپزیک ښار د اورګاډي تمځای په اروپا تر ټولو لوی دی. دغه ځای چې ۲۳ ليکې لري، په شاوخوا ۸۰ زره متره مربع ځمکه کې رغول شوی دی. په دغه ځای کې له ۱۴۰ ډيرې مغازې، رستورانټونه او نورې خدماتې څانګې هم شتون لري. دلته د یکشبنې په ورځ هم ډیرې مغازې پرانیستې وي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Nitzschkeپه بوداپست کې ډیرې حیرانوونکې ودانۍ شته چې د هغو له ډلې څخه يوه يې هم د کيلاتي تمځای (د بوداپست د اورګاډو ختيځ تمځای) دی. دغه ځای په ۱۸۸۴ کال کې پرانيستل شوی چې هغه مهال دا د اروپا په کچه د اورګاډو تر ټولو عصري تمځای وو.
انځور: picture-alliance/chromorange/F. Percد هسپانيا د پلازمينې مادريد ښار د اورګاډو اتوچا تمځای د دغه ښار له دوو سترو تمخایونو څخه یو دی. د اتوچا ودانۍ د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۲ کلونو تر منځ د «نوي هنر» په بڼه رغول شوې ده. دا د مسافرو او سيلانيانو له پاره د خوښې له ځایونونو څخه ګنل کيږي. په دغه ځای کې يو بڼ هم شته چې د نباتاتو ۷۰۰۰ بوټي په کې کرل شوي دي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/B. Boenschد اورګاډي يو ښايسته تمځای باید هرو مرو ډير لوی نه وي. د پرتګال پلازمينه د ليزبون ښار په زړه کې د «ليزبون روسيو تمځای» دغه شان يوه ښه بيلګه ده. دغه تمځای د «نوی مانئولین » په ډيزاين رغول شوې او په کال ۱۸۹۰ کې پرانیستل شوی ده.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Schoening