آلمان ۳۲ تنه نور افغانان برلین ته انتقال کړل
۱۴۰۴ دی ۲۰, شنبه
د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه ۳۲ تنه هغه افغان کډوال چې له وړاندې نه یې د آلمان د حکومت له لوري د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه او تر دې مهاله په پاکستان کې بند پاتې وو، د نوي کال په پیل سره له پاکستانه آلمان ته انتقال شوي دي.
د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند، وايي چې د دې پرواز له لارې ۳۲ تنه هغه افغانان چې له وړاندې نه یې د آلمان د حکومت له لوري په دغه هیواد کې د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه، د آلمان برلین ښار ته انتقال شوي دي. د افغانانو د انتقال بهیر په وروستیو کې د څو پلان شوو الوتنو له لارې ترسره شوی دی.
دا په داسې مهال کې چې په آلمان کې د افغانانو د منلو د یاد پروګرام له لارې تر اوسه ګڼ شمیر افغانان آلمان ته انتقال شوي دي او د دغه پروګرام د راتلونکي په هکله هم وخت نا وخت څرګندونې کیږي. د المان په دغه پروګرام کې شامل هغه کسان چې آلمان ته د تګ په تمه دی، ډېری افغان کورنۍ میاشتې، او ان کلونه کیږي جرمني ته د تخلیې په تمه په پاکستان کې منتظر دي.
د آلمان حکومت د زیان منونکو کسانو د منلو پروګرام د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې وځنډاوه او دغه پروګرام د جرمني د پخوانیو بنسټونو د کارکوونکو او د هغوی د کورنیو ترڅنګ، د هغو کسانو لپاره هم طرحه او ډیزاین شوی وو چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ځورونې او تعقیب له ګواښ سره مخ وو.
په دوی کې یې یو شمېر کسانو د حقوقي وکیلانو، خبریالانو او یا د بشري حقونو د برخو د کارکوونکو په توګه په افغانستان کې فعالیت درلود.
سره له دې چې په المان کې د منلو پروګرام ځنډول شوی، خو جرمني ته د ویزو د صادرولو او د هغوی د انتقال بهیر د دې هېواد دننه د قانوني اقداماتو له امله ممکن شوی دی او اغېزمن کسان د «کابل ایرلېفټ» یا کابل لوفت بروکه په څېر بنسټونو له خوا ملاتړ کېږي.
د جرمني د اوسني ائتلافي حکومت، چې د مسیحي دیموکرات، سوسیال مسیحي او سوسیال دیموکرات ګوندونو څخه جوړ شوی، په شوې هوکړه کې راغلي چې باید «د فدرالي منلو پروګرامونه (لکه د افغانستان لپاره پروګرام) تر ممکنه حده پای ته ورسوو او هېڅ نوي پروګرامونه پیل نه کړو.»