1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمد آباد په بريدونو کې تورنو کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې

۱۴۰۰ بهمن ۲۹, جمعه

د هند يوې محکمې په ۲۰۰۸م کال کې د دغه هيواد په احمد آباد ښار کې په بمي بريدونو کې د لاس درلودو په جرم ۳۸ کسان د مرګ په سزا محکوم کړي دي.

Indien Justiz l Gefängnis in Neu Delhi
انځور: Anindito Mukherjee/dpa/picture alliance

محکمې ۴۹ کسان د ۲۰۰۸م کال د فيبرورۍ پر اتمه نېټه د ګجرا ایالت په تجارتي مرکز احمد آباد ښار کې د بمي بريدونو له پاره مسئول بللي ول. په دې بريدونو کې چې د احمد آباد په بازارونو، سروس موټرو او نورو عامه ځایونو کې شوي ول، په ټولیزه توګه ۵۸ کسان وژل شوي ول.

څارنوال امت پټيل په دې اړه وويل: «د ځانګړې محکمې قاضي آی آر پټيل له ۴۹ څخه ۳۸ تورن کسان د مرګ په سزا محکوم کړي او نورو ۱۱ کسانو ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.»

د «هند مجاهدين» په نوم يوې ډلې د دې بريدونو پړه منلې وه. د دې ډلې له خوا ويل شوي ول چې دا بریدونو په ګجرات کې په ۲۰۰۲م کال کې مذهب پر اساس د ترسره شويو خونړیو پېښو غچ اخيسته وه چې کابو زر کسان پکې وژل شوي ول.

د امت پټیل په حواله ټولو تورنو کسانو په دې بريدونو کې لاس لرلی دی. د هند د سست عدلي سیسټم له وجې دې قضيې کابو لس کاله دوام وکړ. د دې محاکمې په ترڅ کې د کابو ۱۱۰۰ شاهدانو بيانونه هم ثبت شوي ول.

په ۲۰۱۳م کال کې پوليسو په دې قضيه کې د ښکيلو ځينو مجرمينو د يوه تونل له لارې د تېښتې هڅه هم ناکامه کړې وه.

په ۲۰۰۲م کال کې په ګجرات ايالت کې د ترسره شويو خونړيو پېښو اصلي ټاټوبی احمد آباد وو. په دې خونړيو پېښو کې کابو زر کسان وژل شوي ول چې زياتره یې مسلمانان ول. دا انسانان ځيني په ډزو وژل شوي ول او ځيني نور یې بيا سوځول شوي ول.

تشدد په يوه رېل ګاډي کې د اور لګېدنې له يوې پېښې پېل شوی وو چې ۵۹ هندوان پکې مړه شوي ول. په دغه قضيه کې ۳۱ مسلمانانو ته د قتل له کبله د مرګ سزا ورکړل شوې وه.

هغه وخت د هند اوسنی صدراعظم نريندر مودي د ګجرات ایالت وزير اعلی وو. ډېر منتقدين پر مودي تور لګوي چې د دې پېښې په تړاو خاموشه پاتې وو.

په ۲۰۰۸م کال کې هند يو شمير خونړيو بمي بريدونو لړزولی وو. د دې بريدونو پړه د «انډين مجاهدين» ډلې منلې وه. په دې بريدونو کې په پلازمېنه نوي ډهلي او سياحتي ښار جی پور کې يو شمیر کسان وژل شوي ول.

د ممبی د بریدونو يو طراح په دار شو

د هغه کال په نوامبر میاشت کې د هند په تجارتي مرکز بمبي کې پر هوټلونو او نورو مشهورو ځایونو مربوطې حملې ترسره شوې او وسله والو بريد ګرو ۱۶۶ کسان وژلي ول. هند د دې بريدونو پړه په پاکستان پورې تړاو لرونکو وسله والو ډلو اچولې وه.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو، ای اف پي)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب