په دوه جلا پېښو کې ۴ پاکستاني عسکر او دوه ماشومان وژل شوي
۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبهد پاکستان د ځاي پولیسو یو افسر دلاور خان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) وويل چې پر امنيتي ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه د چهارشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې شوې ده. په یوه بله جلا چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
اسوشتید پریس خبري آژانس خپل د پنجشنبې ورځې رپوټ کې ويلي دي چې دغه چاودنه د امنيتي ځواکونو یوه موټر ته نژدې شوې چې مسئولیت ېې تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه سیمه کې پاکستاني طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په رپوټ کې زیاته شوې چې په همدې ورځ لږ وروسته د خيبر پښتونخوا ایالت په تیرا، کې دوه ماشومان د یاغیانو له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ په چاودنه کې وژل شوي دي. پولیسو ويلي دغه ماشومان د چهارشنبې په ورځ ښوونځي ته پلي روان وو چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان او هغه ته نژدې نورو قبايلي علاقو کې د پاکستاني طالبانو او نور وسله والو پر ضد په لسونو چاڼيز عملیات ترسره کړي، خو وسله والو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
(AP)mks/sr