د پاکستان پوځ د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې
۱۴۰۴ بهمن ۱۰, جمعه
د پوځ د يوې اعلاميه په حواله د بلوچستان ايالت په پنجګور سيمه کې د لومړۍ چاپې په ترڅ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي. په اعلاميه کې زياته شوې چې ۱۱ نور وسله وال د همدې ايالت په هرنایي سيمه کې د نورو عملياتو پر وخت وژل شوي دي.
زياته شوې ده چې دا دواړه عمليات د پنجشنبې په ورځ شوي دي او هیڅ عسکر پکې نه دی وژل شوی.
پوځ په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې وژل شوي وسله وال د هندوستان له ملاتړه برخمن ول خو په دې اړه یې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. پوځ همدا راز زياته کړې ده چې وژل شویو کسانو پر امنيتي ځواکونو باندې بريدونو او د بانکونو په لوټولو کې لاس درلود.
اړونده موضوع: پاکستان: بلوچستان کې وسله والو درې بانکونه لوټلي دي
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، او لومړي وزیر شهباز شريف، په جلا پېغامونو کې د امنيتي ځواکونو ستاينه کړې ده.
پاکستان په دې وروستيو میاشتو کې د وسله وال تاوتريخوالي د ډېرېدو شاهد دی چې پړه یې په تېره بيا پر بلوچ بيلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو پر ډلې يا ټي ټي پي باندې اچول کيږي. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده خو د دغه ډلې چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېدله، نږدې متحد ګڼل کيږي.
بلوچستان چې له افغانستان سره اوږده شريکه پوله لري، له ډېرې مودې راهېسې د هغو ډلو له شورش سره لاس او ګريوان دی چې په اسلام آباد کې د پاکستان له مرکزي حکومت څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو هڅه کوي.
اړونده موضوع: په بلوچستان کې بمي بريدونو ۸ کسان وژلي او يو شمیر نور یې ټپيان کړي
پاکستاني طالبانو، د بلوچ لیبرېشن آرمي په نوم منع شوې ډلې او نورو ډلو لکه اسلامي دولت ډلې يا داعش هم په دې ايالت کې بريدونه کړي دي.
که څه هم چې چارواکي وایي بغاوت تر ډېره حده کنترول کړل شوی دی خو په بلوچستان کې تاوتريخوالي لا دوام لري.