1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ابوغریب ۳ زندانیانو ته د ۴۲ میلیونه ډالر جبران خساره

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کي یوې فدرالي محکمې یو امنیتي امریکايي شرکت، دریو عراقيانو ته د ۴۲ میلیونه ډالرو جبران خسارې په ورکولو محکوم کړ. دغه درې عراقیان په بغداد کي د ابوغریب په زندان کي شکنجه سوي ول.

په بغداد کی د ابو غریب په زندان کی د یوه توقیف سوي کس شکنجه
د ابوغریب په زندان کی د زندانیانو د شکنجې رسوایی: دغه انځور په ۲۰۰۳ کال کی اسوشیتدپرس ته ورسید انځور: AP/picture alliance

د "اساسي قانون د حقونو مرکز " (CCR) د غیر دولتي سازمان په حواله، په ویرجینیا ایالت کي د  "CACI Premier Technology" امنیتي شرکت، په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کي د عراق په زندان  کي د دغو نارینه وو په شکنجه کولو کي د خپل نقش لوبولو له امله مسؤل پیژندل سوی دی.

دغه شرکت ته په هغه وخت کي د امريکا متحده ایالاتو د پوځ له خوا د توقیف سویو کسانو څخه د پوښتنو ګرویږنو دنده سپارل سوې وه. فدرالي محکمې اوس امر کړی دی چي دغو دریو کسانو هر یوه ته باید ۱۴ میلیونه ډالر جبران خساره ورکول سي.

دغه درې عراقي اتباع چي د مکتب مدیر، د میوو دوکاندار او یو خبریال دي، په ۲۰۰۳م کال کي پر عراق باندي د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته نیول سوي ول.

د  "سی‌سی‌آر" غیر دولتي مرکز د عراقي خبریال صلاح العجیلي له خولې چي اوس په سویډن کي ژوند کوي، لیکلي دي: «نن زما او د عدالت له پاره یوه ستره ورځ ده.»

د نوموړي مرکز مشر باهر عظیمي، څرگنده کړه چي دغو دریو کسانو، ۱۶ کاله په زړه ورتوب سره، د هغه «وحشت د جبران خسارې د په لاس راوړلو له پاره یې چي د ابو غریب په زندان کي یې تجربه کړی وو» مبارزه کړې ده. هغه زیاته کړه چي پر هغو خنډونو سربیره چي نوموړي شرکت په دغه لار کي رامنځته کړې وه، هغوی بلاخره بریالي سول. په ۲۰۱۴م کال کي دامریکا  متحده ایالاتو قضايي دستگاه اجازه ورکړه چي دغه امنیتي شرکت محکمې ته حاضر سي.

بغداد ته نیژدې د ابوغریب زندان د ۲۰۰۴م کال په پسرلي کی پس له هغه د یوې رسوايي مرکزي ټکی وگرځید، کله چي د زندانیانو د شکنجو او ناوړه چلند عکسونه خپاره سول. د امریکا متحده ایالاتو د سرتیرو او امنیتي کارکوونکو له خوا د توقیف سوو کسانو شکنجو، په نړیواله سطحه کرکه راوپاروله. 

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ یوولس امریکايي عسکر د توقیف سوو کسانو د شکنجې په تور په اوږدمهاله بند محکوم سوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، جورج بوش او د دفاع پخواني وزیر دونالد رامسفلد د دغو پیښو له امله بخښنه وغوښتله.

په امریکا متحده ایالاتو کي په ۲۰۰۱ کال کي د سپتمبر د ۱۱ می تر بریدونو وروسته چي څه ناڅه ۳۰۰۰ مړي یې له ځانه پریښودل، متحده ایالاتو د ترهگرۍ پر ضد جگړه پیل کړه چي په نتیجه کي یې پر افغانستان او عراق بریدونه ترسره کړل. د امریکا  متحده ایالاتو د مرکزي معلوماتو سازمان "سیا" باندي تور لگیدلی دی چي په پټو توقیف خانو کي یې له شکمنو کسانو څخه د تحقیقاتو پر وخت له شکنجو څخه کار اخیستی دی.

GP, NZ(afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب