بلغاريا: د افغان مهاجرو حامل موټر ټکر کړی
۱۴۰۴ آبان ۱۶, جمعه
اسوشيتید پریس خبري آژانس د بلغاریا له پلازمینې صوفیه څخه لیکي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس په دغه موټر کې سپاره مهاجر، د افغانستان دي، خو نور جزئیات ېې نه دي ورکړي.
د بلغاریا د سرحدي پولیسو مشر آنتون زلاتونوف، د جمعې په ورځ (د نومبر ۷مه) خبریالانو ته وویل چې دغه ترافيکي پېښه، پنجشنبه ماسخوتن ناوخته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې پولیسو د موټر د درولو هڅه وکړه خو هغه تېښته وکړه.
دغه چارواکي زیاته کړه چې د رومانیا نمبر پلیټ لرونکي دغه موټر کې ۹ مهاجر چې په غیرقانوني توګه د بلغاریا خاورې ته داخل شوي ول، لېږدول کېدل.
د هغه په خبره پولیسو څو ځله د موټر چلوونکي ته د درېدو اشاره وکړه خو هغه ونه درېد او په نهایت کې ېې هڅه وکړه چې پر لاره د پولیسو د اچول شوې اغزنې موانع له سره تېښته وکړي.
یاد آژانس وايي په رامنځ ته شوي ټکر کې شپږ کسان ووژل شول او د رومانیايي چلوونکي په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول چې د پېښې په ځای کې ورسره لومړنۍ روغتيايي مرستې شوي دي.
بلغاریا چې ۶نیم ميلیونه نفوس لري د بالکان سیمې له هېوادونو یو دی. د بالکان لار له افغانستان او منځني ختيځ څخه اروپا ته د قاچاقچي مهاجرتونو یوه له مهمو لارو څخه ده.
خو بلغاریا ته رسېدلي ډېر لږ شمېر مهاجر د اروپايي اتحادیې په دغه تر ټولو بې وزله غړي هېواد کې پاته کيږي، اکثریت مهاجر له دغه هېواد څخه یوازې غربي اروپا ته د رسېدو په هدف د یو ترانزيتي دهلیز په توګه استفاده کوي.
د زلاتونوف په خبره، د تېرو دوو کلونو په جریان کې له ۲۰ ډېرو سازمان ورکوونکو جرمې ډلو فعالیتونه شنډ کړل شوي کوم چې په انساني قاچاقو کې ښکېلې ول. خو هغه وویل چې د «مهاجرت صفر کول امکان نه لري، ځکه دا نړېوال بهیرونه دی، خو د دې باوجود مو د تېر کال په پرتله د مهاجرتونو فشار ۷۰ سلنه راکم کړی.» په ۲۰۲۲ کال کې په بلغاریا کې د افغان مهاجرو یو لېږدونکي بس ټکر کړی و چې چلونکی ېې په کې وژل شوی و.