1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: په بس کې د چړې برید کې ۶ تنه ټپیان شوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۰, شنبه

آلمان کې پولیسو یوه ۳۲ کلنه ښځه وروسته له هغې نیولې چې د هیواد په لویدیځ د زیګن ښار په یوه بس کې د چړې په برید کې یې شپږ تنه ټپیان کړل. د پولیسو په حواله د دریو کسانو وضعیت نازک دی او برید سیاسي او مذهبي انګیزه نه لري.

د پولیسو په وینا په برید کې د ټپیانو له جملې د دریو کسانو وضعیت نازک دی.
د آلمان په زیګن ښار کې یوې ښځې په بس کې پر سپرلیو د چړې برید کړی او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي. انځور: Rene Traut/IMAGO

د پولیسو په وینا دغه برید د جمعې (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۳۰مه) په ماښام د آلمان  د کولن ښار په شرقي سیمه کې پروت د زیګن په ښار کې شوی دی. په دغه بس کې چې شاوخوا ۴۰ تنه پکې سپاره ول، یوې آلمانۍ ښځې چې د کډوالې ریښه نه لري پر سپرلیو د چړې برید کړی چې پکې د پولیسو په حواله شپږ تنه ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې په ټپیانو کې د شپږو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

پولیسو او څارنوالانو ویلي چې شپږ ټپیان د ۱۶ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي او ټول د همدې سیمې اوسېدونکي دي. د شنبې تر سهار پورې، له ټپیانو څخه درې تنه یې تر درملنې وروسته له روغتون څخه وتلي وو. ځايي چارواکو د برید سربیره هم یاد فستیوال ترسره کړ.

په سیګن کې د چاقو دغه برید یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د د همدې نارد راین ویست فالن ایالت په زولینګن ښار کې د چړې په یوه برید کې درې تنه ووژل شول.  د زولینګن په برید کې چې د اسلامي دولت ډلې اړوند یوه شکمن غړي سوریايي غړی کړی وو، په دغه هیواد کې د مهاجرت او د مجرمو کډوالو د اخراج په هکله بحثونه را وپارول.

پولیسو ویلي چې په زیګن ښار کې برید کوونکي ښځه یې نیولي او زیاتوي چې دغه ښځه آلمانۍ ده چې د کډوالۍ ریښې نه لري.

آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل