1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

«په زرونو سوریایان له ترکې بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي»

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

په سوريه کې د بشارالاسد رژیم تر نسکوریدو وروسته په پنځو ورځو کې د ترکيې له سرحدونو څه باندې ۷۶۰۰ سوریایان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه خبره د سوريې د کورنيو چارو وزارت نن دوشنبه دسمبر ۱۶ په یوه اعلامیه کې کړې ده.

 د سوریې او ترکیې ترمنځ په سيلوګوزا سرحد کې له ترکيې سوريه ته ستنېدونکي سوريايي مهاجر
په سوریه کې د بشارالاسد رژیم تر نسکوریدو وروسته پنځو ورځو کې د ترکيې له سرحدونو څه باندې ۷۶۰۰ سوریایان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي ديانځور: Dilara Senkaya/REUTERS

د سوريې د کورنیو چارو وزير علي یرلیکایا، په یوه اعلامیه کې چې پر اکس شبکه یې خپره کړې ويلي چې په مجموع کې د دسمبر له ۹ تر ۱۳، په پنځو ورځو کې ۷۶۲۱ سوریايي مهاجر«په خپله خوښه له ترکيې بېرته راستانه شوي دی.» 

په سوریه کې په ۲۰۱۱م کال د جګړو تر پېلیدو وروسته نژدې ۳ ميلیونه سوریايان ترکيې ته مهاجر شول. د بشارالاسد رژیم تر نسکوریدو وروسته تمې زیاې شوي چې ډېر دغه مهاجر به بېرته خپل هيواد ته ستانه شي.

د فرانسې خبري آژانس ليکي چې په سیمه کې ېې خبریال د دوشنبې په سهار وختي په سيلوګوزا سرحد کې په سوونو مهاجر ولېدل چې له پولې د اوښتو په حال کې ول. یاد سرحد د سوريې د دوهم ستر ښار حلب، غرب لور ته په شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې دی.

د سوريې د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ، هره ورځ له ترکیې ګڼ شمېر سوریايي مهاجر په خپله خوښه بېرته خپلو کورونو ته راستنيږيانځور: Dilara Senkaya/REUTERS

یرلیکایا زیاته کړې چې د تېرې اوونۍ په جریان کې نور سوریایان هم هېواد ته داخل شوي: د سه شنبې په ورځ ۱۶۶۹ کسان، چهارشنبه ۱۲۹۳، پنجشنبه ۱۵۵۳ او د جمعې په ورځ ۱۸۴۷ کسان له سرحده اوښتي دي.

 د سوريې د کورنیو چارو وزیر مخکې ويلي ول چې د بشار الاسد رژیم تر نسکوريدو ۴۸ ساعتونو په جریان کې د ترکيې له سرحدونو هيواد ته د سوریايي مهاجرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو، چې شمېر ېې په ورځ کې له ۳۰۰۰ نېولې د ۱۵ او ۲۰زرو ترمنځ وي.

 ترکيه له سوريې سره ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري چې پنځه بندرونه ېې فعال دي. ترکيې ويلي دي چې «د ترافیکو د سهولت» په خاطر به شپږم بندر هم خلاص کړي. انقره تمه لري چې په سوریه کې د تحول په رامنځته کېدو سره به د امکان تر حده ډېر سوریایان بېرته خپل هيواد ته ستانه شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب