1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهجنوبي افریقا

جنوبي افریقا: پر یوې می خانې وسله وال برید کې ۹ کسان وژل شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ آذر ۳۰, یکشنبه

ناپېژاندو وسله والو د جنوبي افریقا پر یوه پب یا می خانه کې پر مېشتو خلکو ډزې کړي ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. پولیس وايي وسله والو خلک چې د پېښې له ځاېه تښتېدل بې توپېره هر ځای په ډزو وېشتلي.

د جنوبي افریقا بکرسدال ښارګوټي کې د پېښې ځای ته رسېدلي مسئولین
ناپېژاندو وسله والو د جنوبي افریقا پر یوه پب یا می خانه کې پر خلکو ډزې کړي ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان ديانځور: Emmanuel Croset/AFP/Getty Images

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، حمله د شپې له ېوې بجې لږ مخکې په بکرسدال ښارګوټي کې رامنځ ته شوه چې د جنوبي افریقا د لوی ښار جوهانسبرګ لويديځ ته په ۴۶ کلیومترۍ کې پروت دی.

دا په تېرو درو اونیو کې دوهمه دا ډول حمله ده چې د وسله والو کسانو له خوا په جنوبي افریقا کې ترسره کیږي.

نور ولولۍ: جنوبي افریقا: پر مسافرخانې وسله وال برید کې ۱۱ کسان وژل شوي

پولیسو وویل په دوو موټرو کې سپاره شاوخوا ۱۲ ناپېژاندو کسانو په میخانه کې ناستو کسانو باندې ډزې پیل کړې او هغه خلک چې د پېښې له ځایه تېښتېدل، بې توپیره ېې په ډزو وېشتل. : «ځینې قربانیان پر سړکونو د ناپېژاندو وسله والو له لوري وېشتل شوي دي.» 

پولیس وايي ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي چې روغتون ته رسول شوي دي. د حمله کونکو په هکله چې تښتېدلي یا نیول شوي، جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په وروستیو کلونو کې په جنوبي افریقا کې پر بار، نایټ کلب او می خانو وسله والې حملې ډېرې شوي دی.

نور ولولۍ: رپوټ: تېرکال په نړۍ کې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه وژل شوې

د ۲۰۲۲ کال کې په یوه حمله کې چې د جوهانسبورګ په سووتو ښارګوټي کې وشوه، ۱۶ کسان په ډزو ووژل شول.

جنوبي افریقا چې ۶۲ میلیونه نفوس لري، د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د قتلونو تر ټولو ډېرې پېښې پکې کیږي. په ۲۰۲۴ کال کې دغه هېواد د نژدې ۲۶زره د انسان وژنې د پېښو شاهد و چې په اوسط ډول د ورځې څه باندې ۷۰ پېښې کيږي.

 ملګري ملتونه: په سوډان کې پر جنازې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي

له آرشیف څخه (09.10.2019): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب