1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاتریش

اتریش: د چاقو په حمله کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ بهمن ۲۸, یکشنبه

رپوټونه وايي یو ۲۳ کلن ځوان د اتریش په فيلاخ ښار کې پر شپږو لارویانو د چاقو حمله کړې. د اتریش پولیس وايي د شبنې ورځې په دغه حمله کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی او پنځه تنه نور چې ټول نارینه دي ټپیان شوي دي.

د اتریش ویلاخ ښار چېرته چې د شنبې په ورځ د چاقو حمله شوې ده
رپوټونه وايي یو ۲۳ کلن ځوان د اتریش په فيلاخ ښار کې پر شپږو لارویانو د چاقو حمله کړېانځور: Gerd Eggenberger/APA/AFP Gerd Eggenberger/APA/AFP

وروستي معلومات

«دا یوه افراطي اسلامپاله حمله ده»

د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګيرهارد کارنر د یکشنبې په ورځ وویل چې په سويل کې د چاقو حمله «افراطي اسلامپاله حمله» یا د افراطي اسلامپالنې انګیزه لرونکې حمله وبلله. دغه حمله د شنبې په ورځ د اتریش د جنوبي ایالت کرنتن په فیلاخ ښار کې وشوه چې يو ۱۴ کلن هلک په کې وژل شوی او ۵ کسان نور ټپيان شوي دي. په سر کې پولیسو ويلي وو چې لا تر اوسه د حملې انګیزه روښانه نه ده.

ورته نور ولولئ:  پولیس: په مونشن کې پر خلکو موټر ځغلونه «افراطي اسلامپاله انګېزه» لرله

کارنر په فیلاخ ښار کې چېرته چې پېښه شوې، خبریالانو ته وویل: «دا له داعش سره تړاو لرونکی د افراطي اسلامپاله یو بریدو و.» د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل چې د دغې حملې تورن یو ۲۳ کلن سوریايي پناه غوښتونکی دی چې په «په لنډ وخت کې» یو آنلاین تندلاری شوی و.

د اتریش د پولیسو یو ویاند، راینر دیونیسیو، وویل چې د چاقو دغه حمله یوه ۲۳ کلن سوریايي ځوان کړې چې په اتریش کې ېې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل. ویاند وویل چې د حملې انګیزه په سملاسي توګه روښانه نه ده خو پولیسو خپل تحقیقات پیل کړي دي. زیاته شوې چې په پنځو ټپیانو کې د دوو کسانو ټپونو ژور دي.

ورته نور ولولئ:  د منهایم برید؛ د داعش د پلوي افغان محاکمه په المان کې پیل شوه

د اتریش د کورنيو چارو وزیر، ګرهارد کارنر، او د محافظه پال ګوند رهبر، کریستیان ستاکر په ګډون اتریشي چارواکو پېښه غندلې او په هکله ېې غبرګونونه ښوولي.

ستاکر پر اکس شبکه لیکلي چې حمله کونکی باید د قانون پر بشپړ ځواک محاکمه او سزا ورکړل شي.

ورته نور ولولئ:  آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

د اتریش د کرنتن ایالت والي، پيتر کایزر، په دغه پېښه کې د وژل شوي ۱۴ کلن هلک له کورنۍ سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده. فيلاخ سیمه چې دغه پېښه کې په کې شوې په کرنتن ایالت کې ده.

د اتریش د کورنیو چار وزارت په حواله، په ۲۰۲۴م کال کې ۲۴زره ۹۴۱ بهرنیانو په اترش کې د پناه غوښتنې کړي دي. په دوی کې تر ټولو ډېر ېې افغانان او بیا سوريايي مهاجر دي.

ورته نور ولولئ:   د ويانا په غونډه کې پر کومو موضوعاتو بحث کيږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب