1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کويټه: د موټربم په چاودنه کې اته کسان وژل شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ مهر ۸, سه‌شنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې نن سه شنبه د ملیشه ځواکونو یوه مرکز مخې ته د موټر بم درنه چاودنه شوې. چارواکي وايي ۸ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د پاکستان په کويټه ښار کې د سپتمبر ۳۰مې موټر بم  ځای
د پاکستان د لوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې نن سه شنبه د ملیشه ځواکونو یوه مرکز مخې ته د موټر بم درنه چاودنه شوېانځور: Arshad Butt/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پولیس ويلي، مخکې له دې حمله کوونکي خپل موټر ته چاودنه ورکړي، څلور حمله کوونکي ورڅخه کوز شول او له امنيتي ځواکونو سره یې شدیده نښته پيل کړه. حمله په کويټه ښار کې د نیمه پوځي یا ملیشه ځواکونو پر مرکز شوې ده.

ځايي اوسېدونکو ویلي دي چې چاودنه ډېره زوروره وه چې له مایلونو لرې ېې غږ واورېدل شو. اسوشتید پریس خبر ورکوي چې تر چاودنې وروسته امبولانسونو د پېښې ځای ته هجوم وې وړ او ژغورونکو ټپیان نژدې روغتونونو ته ورسول.

د عامې روغتیا ایالتي وزیر بخت کاکړ اندېښنه ښوولې چې کېدای شي د مړو شمېر لوړ شوي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسئولیت نه دی منلی، خو شک پر بلوچ بېلتون غوښتونکو کيږي. دغه ډله ډېری وخت د پاکستان په بلوچستان ایالت چې مرکز یې کويټه دی او په ناکراريو کې ځپل شوی دی، په خپلو حملو کې ملکیان او امنيتي ځواکونه په نخښه کړي دي.

نور ولولۍ: امریکا د بلوڅ بیلتون غوښتونکو اړوند ډله د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړه

پر ځايي تلویزیون خپره شوې یوه ويډيو کې ښودل کيږي چې یو موټر د ملیشه ېې ځواکونو د مرکز دروازې مخې ته چېرته چې چاودنې شوې درول کیږي. تر چاودنې وروسته د ټوپکو ډزې اورېدل کيږي. 

د خپرې شوې ويډيو پر اساس، چاودنه ډېرې زوروره وه چې له کبله ېې د نژدې ساختمانونو ښيښې ماتې شوي او هلته موجود موټرونه زیانمن شوي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګتي، دغه حمله غندلې او ویلي دي چې ټول حمله کوونکي د امنيتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

بګتي په یوه اعلامیه کې ویلي: «تروریستان په خپلو بزدلانه کړنو سره د ولس ټينګه اراده نه شي ماتولی او زموږ د خلکو او امنيتي ځواکونو قرباني به ضایعه نشي.» هغه زیاته کړې چې حکومت پر خپلو کړو ژمنو چې بلوچستان ایالت کې به امنيت او سوله راولي، ولاړ پاته دی.

په کويټه کې ننۍ حمله په دغه ښار کې تر ېوه ځانمرګي برید څو اوونۍ وروسته کيږي. هغه ځانوژونکې حمله د کويټې ښار په یوه ورزشي لوبغالي کې د یوه ګوند پر جوړې غونډې شوې وه چې پکې ۱۳ کسان وژل او ۳۰ نور ټپيان شوي ول.

له آرشیف څخه: 

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

03:15

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب