په بلوچستان کې یو لرغونی هنر د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی. ځینې هنرمندان لا هم د مزرو له بوټي لاسي توکي جوړوي، چې پخوا یې د زرګونو کورونو اړتیاوې پوره کولې. خو اوس دا کسب د صنعتي تولید او ارزانه وارداتو له امله کمزوری شوی او یوازې څو تنه هنرمندان پاتې دي چې دا هنر یې ژوندی ساتي.