1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینایي روبوت د انسان له نړیوال ریکارډ څخه چټک وځغستل

احمد ولي اڅکزی | اسوشيېتد پرس
۱۴۰۵ فروردین ۳۰, یکشنبه

یو انسان ‌نما روبوت په بېجينګ کې نیم ماراتون د انسانو له نړیوال ریکارډ څخه لا هم په چټک وخت کې بشپړ کړ او د چین د ټکنالوژۍ پرمختګ یې وښود.

په چين کې په ۲۰۲۶ کال مراتون ځغونکی روبورټ
آنر روبوټ د انساني ځغستونکي په طرز طرحه شوی دیانځور: Johannes Neudecker/dpa/picture alliance

یو انسان‌ نما روبوت چې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اپريل ۱۹) د چین په بېجينګ کې د روبوتونو نیم ماراتون سیالۍ وګټله، د انسانانو د نړیوال ریکارډ څخه په چټک وخت کې خپل هدف ته ورسېد او د چین د ټکنالوژۍ پرمختګ یې هم وښود.

د دې سیالۍ ګټونکی د آنر (Honor) په نوم يو شرکت څخه و، کوم چې د ځيرک تليفون جوړوونکې يوه کمپنۍ ده. دغه روبوت ۲۱ کیلومتره واټن په ۵۰ دقیقو او ۲۶ ثانیو کې بشپړ کړ. دا وخت د انسان نړیوال ریکارډ لرونکي ياکوب کيپليمو څخه لا هم ډېر چټک دی، چې هغه دا واټن د مارچ په میاشت کې په لیسبون کې شاوخوا په ۵۷ دقیقو کې وهلی و.

دغه لاسته راوړنه د تېر کال له سیالۍ څخه لوی پرمختګ ښيي، ځکه تېر کال ګټونکي روبوت دا واټن په ۲ ساعتونو، ۴۰ دقیقو او ۴۲ ثانیو کې بشپړ کړی و.

خو سیالي بې له ستونزو خالي نه وه؛ یو روبوت د پیل پر لیکه ولوېد او بل له خنډ سره وجنګېد.

پوهه: مصنوعي ځېرکتيا د مسلکي کارګرو له خلا سره مبارزه کوي

25:00

This browser does not support the video element.

د غوره انساني ورزشکارانو پر بنسټ طرحه شوی

د آنر (Honor) شرکت د ازمایښتي پرمختګ انجنیر دو شیاودي وویل چې د دوی ټیم له پایلو خوښ دی. هغه زیاته کړه چې روبوت د غوره انساني ورزشکارانو پر بنسټ طرحه شوی، اوږدې پښې لري چې شاوخوا ۹۵ سانتي متره دي او یو پیاوړی مایع د یخولو سیستم لري چې ډېره برخه یې په خپله جوړ شوی دی.

هغه وویل: «په راتلونکي کې دا ټکنالوژي نورو برخو ته هم انتقالېدلی شي. د بېلګې په توګه، ساختماني ثبات او د مایع یخولو ټکنالوژي کولای شي په صنعتي برخو کې وکارول شي.»

که څه هم د انسان‌ نما روبوتونو پراخ تجارتي کارول لا وخت ته اړتیا لري، خو نندارچیان یې له فعالیت څخه ډېر اغېزمن شوي وو. سن ژیګانګ چې تېر کال هم نندارې ته راغلی و، سږ کال يې له خپل زوی سره سیالي ولیدله.

هغه وویل: «زه سږ کال ډېر لوی بدلون احساس کوم. دا لومړی ځل دی چې روبوتونه له انسانانو مخکې کېږي، دا هغه څه دي چې ما هېڅکله تصور نه کاوه.»

۴۰ سلنه روبوتونه په خپلواکه توګه روان وو

وانګ ون چې له خپلې کورنۍ سره راغلی و، وویل روبوتونو د انسان منډه وهونکو ډېره پاملرنه ځانته اړولې ده.

هغه وویل: «د روبوتونو چټکتیا له انسانانو ډېره لوړه ده. ښایي دا د یوې نوې زمانې پیل وي.»

د بېجينګ د اقتصادي ټکنالوژۍ سیمې په وینا، شاوخوا ۴۰ سلنه روبوتونه په خپلواکه توګه روان وو او نور له لرې کنټرولېدل.

د چین دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې یو بل روبوت چې له لرې کنټرولېده، حتی په ۴۸ دقیقو او ۱۹ ثانیو کې پای ته ورسېد، خو هغه روبوت چې خپلواکه ناوبري یې کاروله، د سیالۍ د قواعدو له مخې اتل اعلان شو.

د CCTV ټلویزیون وویل چې دویم او درېیم مقام ګټونکي روبوتونه، چې هغوی هم د آنر شرکت وو، په ترتیب سره په شاوخوا ۵۱ او ۵۳ دقیقو کې سیالي پای ته ورسوله.

په چین کې ټکنالوژي د امریکا سره د سیالۍ مهم ډګر ګرځېدلی دی او د دې هېواد پنځه کلن پلان د پرمختللو ټکنالوژیو لکه انسان ‌نما روبوتونو پر پراختیا ټینګار کوي.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب