1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهالند

د هالنډ پر پولیسو پراخ سایبري برید سوی دی

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

په یوه پراخ سایبري برید کي د هالنډ د څه ناڅه ۶۵ زره پولیسو حساس معلومات غلا سوي دي. د هالنډ امنیتي او اطلاعاتي بڼسټونه گومان کوي چي د دغه هکري برید تر شا به یو بهرنی حکومت پټ وي. په دې هکله پلټنې پیل سوي دي.

Niederlande | Bewaffnete Polizeipatrouille vor einem hochsicheren Gerichtsgebäude in Amsterdam
انځور: Mike Corder/AP Photo/picture alliance

د هالنډ چارواکو د نوموړي هیواد پولیسو ته له یوه پراخ سایبري برید څخه خبرورکړی دی، چي د هالنډ د ټولو ۶۵ زره پولیسو د اطلاعاتو د غلاکولو سبب سوی دی. د هالنډ د عدلیې وزیر دیوید ون ویل، د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۲) په پارلمان کي د یوې غونډي په ترڅ کي وویل چي د امنیتي او اطلاعاتي بڼسټونو له خوا پلټنې ښيي چي«په ډیر احتمال سره» یوه بهرني حکومت په دغه سایبري برید کي لاس درلود.

د رپوټونو له مخې تیره اونۍ دا معلومه سوه چي هکران  د پولیسو له کمپیوټرونو څخه یوه ته د لاس رسي له لاري بریالي سول چي د پولیسو په کارکوونکو پوري تړلي ټول اطلاعات غلا کړي دي. په دغو ارقامو کي نومونه، آدرسونه، ایمیل، د تلفيون شمېرې او په ځینو مواردو کي نور شخصي معلومات شامل ول.

د هالنډ د پولیسو یوه ویاند په دغه هیواد کي چاپ سوې «د تلگراف»« ورځپاڼي ته وویل چي په اوس ډېري پوښتنې مطرح کیږي چي نه سي کیدای ټولو ته جواب ورکړل سي. هغه زیاته کړه:«موږ به د خپلو ځواکونو د خبرولو له پاره هر ډول هڅه وکړو.»

د هالنډ  د عدلیې وزیر د دغه برید په هکله د پولیسو اندېښنې ته په اشارې سره اعلان وکړ چي د قربانیانو د معلوماتو او د هغوی پوښتنو ته د جواب ورکولو له پاره یو مرکز جوړ سوی دی.

اطلاعاتي او امنیتي بڼسټونو په تیرو کلونو کي څو ځله د ایران ، چین او روسیې له خوا د دولتي بریدونو له زیاتوالي څخه خبر ورکړی وو. تر اوسه لا معلومه نه ده چي آیا دغه هیوادونه په نوموړي برید کي دخیل دي او که څنگه. هالنډي چارواکو تر اوسه نور جزیات د رسنیو په اختیار کي نه دي ورکړي.

د سویډن دڅارنوالۍ دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په سپاه پاسداران انقلابي پوري تړلي يوې سايبري ډلي د۲۰۲۳ کال په دوبي کې په دغه هیواد کې د ایس ایم ایس آپریټر د هک کولو مسئولیت پر غاړه درلود «ترڅو په سویډن کې د قرآن سوځولو د غچ اخیستلو له پاره خلک وهڅوي.»

GP/NZ/DW.Online Farsi

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب