د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې ښايي له ایران څخه یو میلیون نور افغان کډوال خپل هېواد ته اخراج شي، چې په خبره یې دا به د افغانستان پر خراب بشري وضعیت نور هم فشار زیات کړي.
افغانستان چې له وړاندې نه له بشري ناورین سره مخامخ دی، د نړیوالو سازمانونو په حواله د کډوالو دغه څپه به وضعیت لا پسې خراب کړي. انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
اعلان
د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ م کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ایران څخه تر ۱،۲ میليونه زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي. دغو سازمانونو ویلي چې په دې وروستیو کې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړې دغه کړکیچ ته لا پسې شدت ورکړی دی او دغه پروسه ګړندۍ شوې ده.
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کميټې او د سرې میاشتې مشر سمیع فخوري وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې هرات ولایت ته د سفر پرمهال د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې د ګڼو بسونو شاهد و چې له ایرانه اخراج شوي افغان کډوال یې افغانستان ته لیږدول.
نوموړي په ژنیو کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «زموږ د اټکلونو له مخې د روان کال تر پایه پورې ښايي یو میلیون یا له دې ډیر نور افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راشي.» د نوموړي په خبره له دغو افغان کډوالو ډیری يې کلونه وړاندې خپل هېواد پرېښی و او اوس بې کوره او بې سرپناه پاتې دي. فخوري همدا راز وویل چې زیاتره دغه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته نه ځي، بلکې دوی په بسونو کې د افغانستان تر پولې پورې په جبري توګه لیږدول کیږي.
د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ م کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ایران څخه تر ۱،۲ میليونه زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي.انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
افغانستان کې د انساني کړکیچ د تشدید خبرداری
افغانستان لا له وړاندې د سخت بشري بحران سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو دغه نوې څپه به د هېواد د ثبات لپاره لوی ګواښ وي.
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images