په مسکو کې یوې محکمې، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای لومړۍ) د روسیې د دفاع د وزیر پخوانی مرستیال، تیمور ایوانوف په ۱۳ کاله زندان محکوم کړ.
خبري آژانسونه له مسکوه ليکي چې ایوانوف، د روسیې پوځ په ساختماني پروژو کې د نظارت دنده درلوده چې پکې په مالي اختلاس کې مجرم پېژندل شوی دی.
نور ولولۍ: د آلمان د بهرنیو چارو وزير اوکراين د آلمان د بهرني سیاست لومړيتوب بللی
مسکو پر اوکراین د پوځي یرغل په جریان کې د خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو د چاڼ یو ستر پروګرام عملي کړ چې تر دفاع وزیر پورې ستر چارواکي ېې پکې په نخښه کړل.
اسوشتید پریس د رپوټ له مخې، د روسيې پخوانی د دفاع وزير سېرګي شیوګو د یو زوړ او تجربه لرونکي جنرال په توګه چې له ولسمشر پوتین سره ېې هم نژدې اړېکې درلودې، د خپلو نژدې ملګرو په کتار کې له محاکمې بچ او د امنیت شورا مشر وټاکل شو.
نور ولولۍ: روسیې پر ایران د امریکا حمله غندلې وايي ترمپ د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی
د ۴۹ کلن تیمور ایوانوف په هکله ويل شوي چې پرې تور دی چې د روسیې په پوځ کې په مالي فساد کې ښکیله تر ټولو ستره څېره ده.
ایوانوف په ۲۰۱۶م کال کې د روسیې د دفاع وزیر مرستیال وټاکل شو چې د دفاع وزارت پر ساختماني پروژو د نظارت دندې علاوه ېې د دغه وزارت د جایدادونو، کورونو او طبي ملاتړ برخې مدیریت کولې.
نور ولولۍ: د منځني ختيځ بحران؛ چین د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي
ایوانوف د ژوند د مجللې شیوې په درلودلو کې شهرت درلود چې دا کار ېې په مسکو کې د ډېرو د غوصې سبب واقع کېده.
مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
انځور: Mikhail Korytov/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESSپه انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
انځور: Yuri Kochetkov/Pool Photo via APپوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
انځور: Grigory Sysoyev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSمخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
انځور: Sergei Bobylyov/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
انځور: Anton Vaganov/REUTERSرپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/IMAGOد مسکو سور میدان، پياده ځواکونه
په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
انځور: Bai Xueqi/Xinhua/IMAGOروسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Maxim Bogodvid/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSروسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulinد بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي
دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ
د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
انځور: APد ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP