د شاهي کورنۍ سره علاقه لرونکي يوه کس پرون، چهار شنبه د اګست مياشتې ۱۱ نيټه د دوه زره ۶۶۵ ډالرو په ادا کولو سره د دې تاريخي کيک يوه ټوټه ترلاسه کړه. دا کیک د بريتانیا د شهزاده چارلس او د شهزادګۍ ديانا د واده دی. هغوی په ۱۹۸۱م کال کې په لندن کې سره واده کړی وو.
څلور لسیزې زړې د کيک پر دې ټوټې د شاهي پوځي لباس او وسلو عکسونه جوړ شوي دي. د کیک دا ټوټه د اټکل شوې بيې درې چنده ګرانه خرڅه شوه. د شاهي يادګاري توکو د ليلامۍ او پلور ماهر دومینک ونتر وويل چې له ټولې نړۍ څخه په دې ليلامۍ کې شاملو کسان هڅه وکړه چې د بادامو د حلوه څخه جوړ شوی دا کيک ترلاسه کړي.
کيک د خوړو له پاره نه دی
د ليلامۍ په ترڅ کې د بريتانيا د ګیري ليوتن په نامه وګړي د کيک دا ټوټه ترلاسه کړه. ګيري ځان د شاهي کورنۍ پلوي بولي. هغه وايي چې دا کيک به هم د شاهي کورنۍ د هغو يادګاري توکو برخه شي چې ده راټول کړي دي.
هغه وويل: «زه غواړم چې دا د خپل جایداد برخه وګرځوم چې زما تر مړينې وورسته بايد خيرات شي. خو زه اوس بايد داسې څه وکړم چې ځان د دغه کیک له خوړولو ايسار کړای شم.»
د کیک د دومره زړې ټوټې حالت ښه دی خو بيا یې هم د نه خوړولو لارښوونه کړې شوې ده.
انځور: Claire Hayhurst/PA Wir/empics/picture alliance دومينک ونتر ليلام خونې سره تړاو لرونکي کرس البري وويل چې «کيک ظاهراً په هغه حالت کې دی څرنګه چې په لومړي سر کې پلورل شوی وو خو زموږ مشوره داده چې له خوړولو یې بايد ډډه وشي.»
خوږه تحفه
د شهزادګۍ ديانا د واده د کيک دا ټوټه په اصل کې د موريا سمت په نوم يوې ښځې ته ورکړل شوې وه چې د ملکې د مور په کور کې یې کار وه. کله چې هغه مړه شوه نو کورنۍ یې دا کيک په کابو ۱۴۰۰ ډالرو وپلوره. کوم کس چې دا کیک اخيستي وو اوس هغه دا په دويم ځل ليلامۍ ته وړاندې کړی وو.
ويل کیږي چې د شهزاده چارلس او شهزادګۍ ديانا د واده کيک به بيا بيا ليلام کیږي، په داسې حال کې چې هغوی په ۱۹۹۶م کال کې جلا شوي ول. تېر کال هم د هغوی د واده د کيک يوه بله ستره ټوټه په ۲۲۴۰ ډالرو پلورل شوی وه.
ب. ص/ ک. ص (AP, AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
د شهزادگۍ ديانا د کاليو نندارتون
د بريتانیا د پخوانۍ شهزادگۍ ديانا تر مرگ شل کاله وروسته د هغې ښکلي کالي په ډيره لوړه بيه وپلورل شول. د ديانا په پخواني کور کينسګټن پیلس کې نندارې ته ايښول شوي جامې یې د ژوند کيسه کوي. انځور: picture alliance/dpa د ورساچه چپنه او د زړونو ملکه شهزادگۍ ديانا په۱۹۹۱م کال کې د عکس اخيستني له پاره د مشهور ايټالوي فیشن ډيزاينر ورساچه له خوا جوړه شوې يوه افسانوي چپنه اغوستې وه. په ۲۰۱۵م کال کې دا چپنه په دوه لکه ډالره وپلورل شوه. ورساچه او ديانا په ۱۹۹۷م کال کې د ديانا تر مرګه پوري ښه دوستان ول.
انځور: picture alliance/dpa/Zumapress د بريتانيا د شهزادگۍ د ژوند مختلف پړاونه او کالي په اتيامه لسيزه کې د ديانا د کاليو رومانتکه بڼه په نويمه لسیزه کې د ډيزاينرانو له خوا په جوړو شويو کاليو بدله شوه. ديانا دا هنر زده کړی وو چې خپل کالي د دپيلوماتیکي وسيلې په توګه وکاروي. څومره چې د دې شاهي جوړې شريک ژوند د ناکامۍ پر لور روان وو په هماغه اندازه د ديانا له کاليو څخه هم خپلواکي او ځواک څرګنديدی.
انځور: picture alliance/dpa/Y.Mok کم عمره ديانا سپينسر، د فيشن ډيزاننګ له نړۍ څخه بيخي ناخبره وه. هغې يوازي يوه دوې ښه جوړ جامې او پېزار لرل. له دې امله به یې له خپلو ملګرو څخه جامې اخيستلې. دغه خام ګلابي کميس ديانا له چارلس سره د نامزادۍ پر وخت او دغه نسواري یې په سکاتلند کې تر واده وروسته د رخصتيو پر وخت اغوستی وو.
انځور: picture alliance/dpa/Y. Mok تر واده وروسته په لومړي سر کې ديانا لکه يوه عادي ښځه د شهزاده چارلس تر څنګ وه. خو د وخت په تيريدو سره د هغې پر ځان باور ډير شو چې دا یې له کاليو څخه هم څرګنديږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د کلونو په تیريدو سره ديانا خپل لباس ته بدلون ورکړ او د ديپلوماتيک اوزار په توګه یې کارول. سعودي عربستان ته د يوه سفر پرمهال هغې يو ورېښمن لباس اغوستی وو چې په طلايي تار پرې «شاهين» ګلدوزي شوي ول. شاهين په تيلو د غني دغه هيواد ملي نخښه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Mok د ويکتور ايدلشتاين له خوا ډيزاين شوی دا شين رنگه بخملي کميس ديانا په ۱۹۸۵م کال کې په سپينه مانۍ کې د يوې مېلمستيا پر وخت اغوستی وو. دلته هغه د مشهور امريکايي ممثل جان تراولتا سره نڅا هم وکړه. دوه کاله وروسته د آلمان د هغه وخت پلازمېني بون ته د سفر پرمهال هم ديانا دغه کالي اغوستي ول.
انځور: picture alliance/AP Photo/Ronald Reagan Library د وخت په تیرو سره ديانا د جامو په انتخاب هم وپوهيدله. د ډيزاينري کيتهرين واکر لباسونه یې خوښيدل. هغې به تل د ديانا له پاره ښکلي کميسونه جوړول.
انځور: picture alliance/dpa/Zumapress هغه ښځه چې انځور یې په نړۍ کې په تر ټولو زياتو مجلو کې چاپ شوی له مجلو او ورځپاڼو سره د ديانا اړيکو ته د «ميني او نفرت اړيکه» ويل کيده. دې خو به کله له ځينو عکاسانو څخه شکايت کاو او کله به یې پخپله مجلو او ورځپاڼو ته د عکسونو د اخيستو موقع ورکوله.
انځور: picture alliance/dpa/K.Green د شهزاده چارلس او ليدي ديانا د جلا کيدو رسمي اعلان په ۱۹۹۲م کال کې وشو او په نويمه لسيزه کې د هغې په لباس کې هم ښکاره بدلون تر سترګو شو. ديانا دغه مهال د يوې شهزادگۍ څخه د «خلکو په شهزادگۍ» بدله شوه. د هغې پر مرګ د بريتانيا د هغه وخت لومړي وزير توني بلير هم هغې ته د «خلکو د شهزادگۍ» خطاب وکړ.
انځور: Johny Eggitt/AFP/Getty Images نندارچيان دلته ايښوول شوي د ماښام هغه لباسونه او کميسونه ډير خوښوي چې شهزادگۍ ديانا د مشهور عکاس ماريو تیستينو له خوا په اخيستل شويو عکسونو کې اغوستي دي. پر ديوالونو را ځوړند دا عکسونه يوه داسې متحرکه او پر ځان متکي ديانا ښکاره کوي چې له خپل ژوند څخه مطمنه ده.
انځور: picture alliance/dpa/H.Yan