1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو ولسمشر د اسرائيل له دفاع وزير سره ليدلي دي

۱۴۰۰ شهریور ۸, دوشنبه

په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د فلسطينيانو ولسمشر محمود عباس له يوه لوړپوړي اسرائيلي چارواکي سره ګوري. د دفاع وزير بيني ګانتڅ له عباس سره د امنيتي سياست، ملکي او اقتصادي موضوعاتو په اړه غږيدلی دی.

AFP Bildkombo Mahmud Abbas  Benny Gantz
انځور: Thaer Ghanim/Menahem Kahana/AFP

د اسرائیل د دفاع وزير يوې وياندې ويلي دي چې د يکشنبې په ماښام په دې ليدنه کتنه کې ګانتڅ وويل چې اسرائيل د فلسطينيانو د اقتصاد ښه کولو له پاره ګامونه پورته کوي.

بيني ګانتڅ هم د تويتر له لارې ويلي دي چې په رام الله کې په دې ليدنه کتنه کې «په لويدېځه غاړه او غزه تراډه کې د امنیتي سياست او اقتصادي وضعيت له نوي سره د طرحه کولو» موضوع مطرح شوه. نوموړي زياته کړې چې دواړو خواو پر اړوندو مسلو د خبرو په موخه پر نورو بحثونو هم توافق وکړ.

د ګانتڅ د ویاندې په حواله په دې ليدنه کتنه کې د دفاع وزارت د « Cogat» ادارې مشر چې د اسرائيلو د پوځ او ملکي برخې ترمنځ همغږي رامنځته کوي، او همدا راز د فلسطينيانو د استخباراتو مشر هم ګډون درلود. زياته شوې چې تر غونډې وروسته عباس او ګانتڅ دوه په دوه هم خبرې اترې ترسره کړې.

دا په تېرو کابو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د دومره لوړې کچې د استازو ترمنځ خبرې اترې ترسره کيږي. د دواړو خواو ترمنځ د امريکا په منځګړيتوب د سولې خبرې اترې له ۲۰۱۴م کال راهيسې په ټپه ولاړې دي.

په رام الله کې دا ليده کاته له امريکا څخه د اسرائيلو د لومړي وزير نفتالي بينيت تر راستنېدو لږ وروسته ترسره شول، چېرې چې نوموړي له ولسمشر جو بايدن سره ملاقات درلود.

په امريکا متحده ایالاتو کې د جو بايدن واک ته د رسيدو پر وخت محمود عباس د فلسطينيانو د يوه خپلواک دولت د رامنځته کولو په هدف د منځني ختيځ د سولې پروسې بيرته پيلولو ته چمتووالی ښوولی وو.

خو په دې خبرو اترو کې نوی تحرک له احتماله لیرې دی، ځکه چې د بينيت ښی اړخی ګوند د يوه فلسطيني دولت د رامنځته کيدو خبره په کلکه ردوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب