افغانستان کې له جګړو سره همهاله د سولې هڅې،عبدالله قطر ته ځي
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهټاکل شوې سبا سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۰مه) د افغان سولې ملاتړي هېوادونه پلازمینه دوحه کې ناسته وکړي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري چې اوس په دوحه کې ده، دویچه ویله ته وویل چې دې غونډې ته د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سربیره د سولې په چارو کې د دولت وزیر سعادت منصور نادري هم ورځي.
نوموړې زياته کړه: «دا ناسته د افغان سولې په برخه کې د افغانستان د همکارو هېوادونو همغږی، د سولې پروسې چټکتیا او د تاوتریخوالي درېدو په موخه رابلل شوې ده.» انوري زیاتوي چې دا ناسته چې د اګست تر ۱۲مې نیټې دوام کوي، د قطر په کوربتوب او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکاری رابلل شوې.
په قطر کې نورې کومې مهمې غونډې کیږي؟
د ملي پیوستون نهضت په نوم ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني دویچه ویله ته وویل چې په قطر کې درې مهمې غونډې کیږي.
هغه وويل:«د امریکا، روسیې او پاکستان درې اړخیزه غونډه، د اروپايي ټولنې جلسه او د ډاکټر صاحب عبدالله او طالب استازو ترمنځ ناسته هم شته.»
ددې غونډو ډیر جزیات په لاس کې نشته، خو ښاغلی ګیلاني وايي د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ ناستې بې اغیزې نه ده.
چارواکي وايي، عبدالله به په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا په غونډه کې هم ګډون وکړي.
د افغان ولسمشر یوه پخواني سلاکار طارق فرهادي دویچه ویله ته وویل، اوس امریکا هم د ترویکا غړې ده او داسې ښکاري چې اوس په افغان مسله کې چین او روسیه هم همغږي کیږي. فرهادي زياته کړه:«امریکا، چین او روسیه په یو ډول افغانستان کې د یوه استقرار غوښتونکي دي او هر یو یې خپل دلایل لري، د بیلګې په توګه روسیه او چین نه غواړي افراطیت یې هېوادونو ته مخه کړي او امریکا یو ډول خپل مسؤلیت بولي چې افغانستان کې استقرار وي.»
خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا دا غونډې او سفرونه ډېر اغیزمن نه بولي. د نړېوالو اړیکو شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د دومره بې ساري پرمختګونو تمه نه کېده. هغه زياتوي: «که د طالبانو تېر او اوس ته وګورو طالبانو ته اوس تر هرڅه مهم جګړه ییز پرمختګ دی، د دوی اوس ټوله توجه دې ته ده چې څنګه کولای شي ډېرې سیمې لاندې کړي.»
د چارو ددغه کتونکي پر باور کابل کې هم تر ډیره ادبیات جګړه ییز دي، په دې مانا چې افغان حکومت د مسلې پر پوځي حل تکیه لري.
ښاغلی جلالي زیاتوي چې په دغسې وضعیت کې به دوحې ته د ډاکټر عبدالله سفر او یا د سیمې هېوادونو ناستې ډېرې ګټورې ثابتې نه شي. خو افغان حکومت بیا پر پاکستان د فشارونو ډېرولو غږ کوي.
په ولسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار اخترمحمد بادیزي دویچه ویله ته وویل، د روانې افغان جګړې مشري تمویل او تجهیز له بهره کیږي. هغه زياته کړه: «مونږ غواړو له پاکستان سره کینو او دا جګړه یو طرفه کړو او یا نړېوال باید په نړېوالو غونډو کې پر پاکستان فشار راوړي او دا د مسلې اساسي حل دی.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان په نیږدې لسو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده.
همدا نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۹مه) بلخ، سمنګان، کندز او سرپل ولایتونو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي. دغه راز، سویل هلمند او کندهار ولایتونه او لویدیځ هرات او نیمروز ولایتونه د طالبانو د سختو برېدونو شاهد دي.
د هلمند یوشمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې یواځې تېرو شلو ورځو جګړو په دغه ولایت کې تر ۳۰۰ ډېر ولسي وګړي وژلي.
زموږ له آرشيف څخه: