په ابوظبۍ کي د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو د بین الادیان یو ګډ مرکز پرانیستل سو. د «ابراهیم د کورنۍ کور» په نامه دغه مرکز کي یو مسجد، یوه کلیسا او یوه کنیسه په مستقلو ودانیو کي ځای پرځای دي.
اعلان
هغوی د گډي استفادې د کنفرانسونو اطاقونه هم لري. د خلیج ورځپاڼي پرون شنبه خبر ورکړی دی، چي د «ټولو انسانانو د پاره د ورورۍ سند» دغي پروژې کار په ۲۰۱۹ م کال کي د عیسویانو د رهبر، پاپ فرانسیسکو او قاهرې د الازهر پوهنتون د امام، احمد الطیب په امضاوو سره شروع سو.
دغه مرکز به د همدې کال د مارچ میاشتي پراوله نیټه د لیدونکو پرمخ خلاص سي. د متحده عربي اماراتو رییس او ابوظبي امیر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان تیره پنجشنبه د دغه مرکز د افتتاح د مراسمو پرمهال متقابل احترام، تفاهم او تنوع د ګډو پرمختګونو د قوت نخښه وبلله. بن زاید وویل، چي متحده امارات د مختلفو اصلیتونو د افرادو د فخره ډکه سابقه لري، کوم چي یو د بل سره همکاري کوي. په ۲۰۲۰ م کال کي اماراتو د اسراییلو سره د سولي یو تړون هم امضأ کړ.
دغه درې ودانۍ ظاهرأ سره مشابه دي، خو په هر یوه کي یې د درو ادیانو مذهبي خصوصیات په نظر کي نیول سوي دي. دغه مرکز د ابوظبي په نوې کلتوري ناحیه، جزیره اي سعدیات سیمه کي موقعیت لري.