1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

د بشري حقونو سازمان: سوریه کې ۳۴۰ ملکیان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۱۸, شنبه

د بشري حقونو د یوه سازمان د رپوټ پر بنسټ په سوریه کې انتقالي ادارې ته د وفادارو ځواکونو له خوا ۳۴۰ تنه د علوي لږکۍ پورې اړوند کسان وژل شوي دي. المان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

 یوازې د بانیاس په ښار کې ۶۰ کسان په ډزو وژل شوي دي.
یوازې د بانیاس په ښار کې ۶۰ کسان په ډزو وژل شوي دي.انځور: Moawia Atrash/dpa/picture alliance

د بشري حقونو سازمان چې په سوریه کې جګړه څاري، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۸مه) وویل چې د سوریې په ساحلي سیمه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۰۰ ته رسیدلی دی. د سوریې د انتقالي ادارې ځواکونو او پرځول شوي رهبر بشارالاسد ته د وفادارو یاغیانو ترمنځ نښتې دوام لري.

 په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو دری میاشتې وروسته، دغه هیواد د شدیدو نښتو شاهد دی. فعالانو په وحشیانه ډول د ملکي کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د فعالانو په وینا، د شاوخوا دری میاشتې مخکې واک د تغیر راهیسې، د نوي حکومت د امنیتي ځواکونو د شدیدو نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۴۰ تنه ملکیان وژل شوي دي. 

د سوریې د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی دی چې یوازې د بانیاس په ښار کې ۶۰ کسان په ډزو وژل شوي دي.

نوموړي سازمان چې مقر یې په بریتانیا کې دی او د خبر رسوونکو شبکو له لارې د سوریې وضعیت څاري د لاذقیه، طرطوس او حماه ولایتونو په ۲۱ سیمو کې د قتل عام خبره کړې ده.

د سوریې په لویدیځ کې دغه ساحلي سیمې د علویانو مستحکم مرکزونه ګڼل کیږي، هغه مذهبي ټولنه چې پروزل شوی ولسمشر بشارالاسد هم ورپورې تعلق لري.

د سوریې د نوي ادارې چارواکو د پنجشنبې په ورځ د بشارالاسد پرځول شوي حکومت پورې اړوندو ملیشه و له خوا وروسته له مرګونو کمینونو څخه، د تازه شورشونو سرکوبه کول پیل کړي دي.

د سوریې یوه اوسني امنیتي چارواکي ویلي دي چې له یاغیانو سره د شدیدو نښتو په پایله کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب