1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"دوحه کې پر افغان سوله جدي بحثونه پيلیږي"

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، مرکچي پلاوي سبا پر وروستیو شویو اجنډاوو جدي بحثونه پيلوي. په دغو بحثونو کې به د پام وړ ټکي څه وي؟

Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوي به سبا چهارشنبې (د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر ۹مه) په دوحه د سولې په تړاو جدي بحثونه پيل کړي.

عبدالله د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې ناستې وویل: «د مذاکراتو د تګلارې په وروستي کېدو سره پرون دواړو مذاکراتي ټیمونو پر اصلي اجنډا بحثونه درلودل او ټاکل شوې ډیر ژر اصلي بحثونه هم پيل شي.»

عبدالله زیاتوي چې زموږ او د افغانستان د خلکو هیله داده چې دغه بحثونه د یوې باعزته او تلپاتې سولې سبب وګرځي.

هاخوا له قطر څخه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو د افغانانو خپل منځي خبرو اصلي اجنډا له پاره یو ۲۲ ماده ایز وړاندیز چمتو کړی.

د دغو وړاندیزونو په اړه ډیر جزیات په لاس کې نه شته خو د ځايي خبري تلویزوني چاینل طلوع نیوز د رپوټ پر بنسټ، په وړاندیزونو کې ښايي د طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره شامله نه وي، ځکه په دې اړه امریکا ژمنه کړې.

انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

ویل کیږي د طالبانو یو ټینګار دا هم دی چې جګپوړي مشران یې له تور لېست څخه واېستل شي.

خو د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې د خبرو په اجندا کې به د خلکو اصلي غوښتنې هرومرو شاملیږي: «داچې د مذاکراتو له دوام سره یوځای خلک د جنګ له شدت څخه اندېښمن دي، حق لري او موږ د خلکو اندېښنې درک کوو.»

عبدالله وايي حکومت تراوسه د سولې په خبرو کې په کافي اندازه انعطاف ښودلی او له طالبانو هم هیله داده چې په دې برخه کې یو لوی ګام واخلي.

بیا هم پر اوربند ټینګار

عبدالله وویل: «د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه په قطعي ډول د جګړې ختمول دي، خو مذاکرات ښايي وخت ونیسي او ترهغه وخته د یوه اوربند رامنځته کول اړین دی، کله چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا د اوربند بحث مطرح کیږي او مقابل لوری انعطاف نه ښيي دا بیا د هغوی کمزوري یا ضعف په ګوته کوي.»

خو د چارو کتونکي وايي، پوځي فشار يوازنی تکتيک دی چې طالبان يې پر افغان حکومت د فشار په توګه کاروي.

د کتونکو په باور له طالبانو سره له پوځي ستراتیژۍ پرته بل هیڅ غوراوی نه شته، ځکه نو سخته به وي چې طالبان دې بیا هم اوربند ته غاړه کیږدي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل