د جرمني حکومت اساساً کوښښ کوي چي د طالبانو پر پرمختګ او بریالیتوبونو سربیره دغه هیواد ته د رد سوو افغانانو د اخراج پروسه بیا هم ممکنه کړي.
خو په پارلمان کي د چپیانو د داخلي سیاست ویانده، اولا یلپکه وايي، چي «زما دپاره دا یو راز دی، چي څه شی باید دومره ډیر وخت ارزیابي سي. ځکه زما په نظر کاملاً واضح ده، چي نور باید یو څوک هم افغانستان ته اخراج نسي.»
یلپکه پدې ارتباط د افغانستان دپاره د ملګرو ملتو د ماموریت «یوناما» هغو ارقامو ته اشاره کوي، د کوم پراساس چي د همدې ۲۰۲۱م کال یوازي د می او جون په میاشتو کي ۲۳۹۲ ملکي کسان ټپیان سوي او یا وژل سوي دي.
انځورونه: ترکيه ایران سره پر پوله کانکريټي دیوال رغوي
د ترکيې حکومت اوسمهال ایران سره پر ګډه پوله د ۶۳ کیلومتره اوږد یو کانکريټي دیوال په رغولو بوخت دی. د دغه دیوال د رغولو هدف امنيتي مسائیل ښودل شوي. دلته يې انځورونه وګورئ!
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
۶۳ کیلومتره اوږد سرحدي دیوال
ترکیه دغه کانکريټي دیوال په ختيځ ایالت وان او ایران سره د ګډې پولې په اوږدو کې د امنيتي دلایلو پر اساس جوړوي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
سرحدي دیوال د ۳ مترو په لوړوالي
دغه دیوال چې زیرک برجونه هم لري، اوس مهال يې د رغولو چارې ایران سره په پوله په چالدرن وان ایالت کې ادامه لري. د دغه دیوال لوړوالی ۳ متره دی. دغه هر کانکړيټي بلاک ۲ متره او ۸۰ سانتي لوړوالی او ۷ ټنه وزن لري.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
د څار ځیرک برجونه
ترکي چارواکو ويلي دي چې تر اوسه يې د وان ایالت په سرحدي سیمو کې ۷۶ ځیرک برجونه جوړ کړي دي. ترکېې دغه راز د ۱۱۰ کيلومترو په اوږدو خندق هم وښکلی دی.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
د قاچاق او غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی
د ترکيې حکومت ويلي دي چې دغه دیوال له تروريزم سره د مبارزې، د مالونو د قاچاق او د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي له پاره جوړوي تر څو په سرحدي سیمو کې يې خوندي امنيت وي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
«تروریزم سره مبارزه»
د دغه دیوال د رغولو یو هدف تروریزم سره مبارزه ښودل شوې ده. ترکي رسنیو ويلي دي چې د کردستان د کارګر ګوند یا پې کې کې څه باندې زر ځواکونه ایران سره پر پوله فعالیت کوي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
«غیرقانوني مهاجرتونو سره مبارزه»
دغه کانکريټي دیوال د رغولو یو بل هدف «غیرقانونی مهاجرتونو سره مبارزه» ښودل شوې ده. د ترکيې او ایران تر منځ سرحد د غیرقانوني مهاجرتونو لپاره یو ښه انتخاب دی. افغانان، ایرانيان او پاکستانيان له همدې لارې ترکيې ته ځانونه رسوي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
«قاچاق پر وړاندې مبارزه»
ترکيه وايي د دغه دیوال څخه د رغولو بل هدف د قاچاقي مالونو مخنیوی دی چې ایران يې هرکلی کړی دی. د ایران خارجه وزارت ويلي دي چې د دوه میلیارډ ډالرو په ارزښت قاچاقي مواد له ترکيې څخه ایران ته واردیږي چې د دغه دیوال په جوړیدو سره به يې مخه ونیول شي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
د مهاجرینو له پاره لا ډیرې ستونزې
د ترکي رسنیو په حواله، د وروستیو اوونيو په جریان کې د ورځې لږ تر لږه ۵۰۰ افغان مهاجر له دغه سرحده ترکې ته مهاجر شوي دي.
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
«لا خوندي سرحدات»
د ترکيې د چالدرن ایالت قوماندان یوسف دورانی دنچ د انادولو خبري آژانس ته ويلی دي: «د ترکیې امنيتي ځواکونه په سرحد کې د امنیت د تامین له پاره فداکارانه هڅې کوي. د دغه دیوال په جوړیدو سره به د ایران او ترکيې ترمنځ سرحدي سیمه لا امن شي.»
انځور: Mesut Varol/AA/picture alliance
ترکیه او سرحدي دیوالونه يې
دا د چین او له مکسیکو سره د امریکا تر سرحدي دیوال وروسته، د نړۍ دریم اوږد دیوال دی.