1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان بانک له هیواده بهر ۹ میليارډه ډالرو ذخیره لري»

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئيس ويلي دي چې دغه بانک له هیواده دباندي شاوخوا ۹ ميليارډه ډالره لري. خو اجمل احمدي ويلي دي چې دغه بانک په افغانستان دننه کې په نقدي ډول سره ډالر نه لري.

USA Finanzkurs - USD Dollar
انځور: Getty Images/AFP/E. Hambach

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئيس، اجمل احمدي، د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۱۸مه) پر ټويټر ليکلي دي چې د دغه مبلغ ډيره برخه (۷ ميليارډه امریکايي ډالر) د امریکا متحده ایالاتو د قرضې اوراقو، شتمنۍ او سرو زرو د ذخیرې په مرکزي بانک کې ساتل کیږي.

احمدي زیاته کړې ده چې په فزيکي ډول سره د افغانستان د ډالرو مقدار «صفر ته نژدې دی» ځکه چې دغه هیواد تیره اونۍ د طالبانو د حملو له کبله دانتقال پخاطر پلان شوي نغدې پيسې نه دي ترلاسه کړي.

هغه لیکلي دي: «راتلونکی انتقال به هيڅ کله ترسره نشي.» احمدي زیاته کړې، «داسې ښکاري چې زموږ شریکانو ښه اطلاعات درلودل دا چې څه پيښيدونکي ول.»

انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

هغه یادونه کړې چې د ډالرو کمښت به احتمالأ د افغانۍ ارزښت راټيټ او پولي انفلاسیون لوړ کړي چې په دې سره به د افغانستان بيوزله خلک نورهم صدمه وويني.

له هغه ځایه چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت طالبان، یوه تحریم شوې تروريستي ډله بولي، دغو ذخیره شوو پيسو ته لاسرسی به ښايي پيچلی کار وي. اجمل احمدي لیکلي دي: «طالبانو نظامي بریا ترلاسه کړه، خو اوس باید حکومت وکړي.»

طبعأ طالبانو ته به د خارجي اسعارو د ذخیرې په کمبود سره حکومت کول هم اسانه نه وي.